تازه خبرونه
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اجرايي بڼه نه ده غوره کړې، نی
له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره(نی) وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اجرايي بڼه نه ده غوره کړې نو ځکه خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د نی ادارې مسولین وايي، هېوادوال د خوندیتوب او ذهني سکون له پاره کره معلوماتو ته اړتیا لري، خو د ملي یووالي حکومت په رسنیو کاري ساحه تنګه کړې ده.
د لومړي ځل لپاره په کابل کې د پوهې نړیواله ورځ نمانځل کېږي. دا ورځ د تلې له شپږمې سره برابره ده. د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی په افغانستان کې د خبریالۍ چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ګڼي او وايي چې د ملي یووالي حکومت د خبریالانو په کار محدودیتونه نور هم ډېر کړي دي.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتګر وايي: «خبريالان تل د معلوماتو د پيداکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. هر وخت چې خبريالان له تاوتريخوالي سره مخ شوي دي، د اطلاعاتو د ترلاسه کولو له امله دي.»
که څه هم افغان ولسمشر اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح کړ، خو د خبریالۍ په ډګر کې ستونزې راکمې نه شوې او خبریالان په آسانۍ سره اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.
تر دې د مخه هم له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتوالي رپوټونه ورکړل شوي دي.