بلخ @ps

اعتراض کوونکیو په مزارشریف ښار کې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بلخ ولایت کې د ولسي جرګې یو شمېر نوماندانو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې او د خپلو ملاتړیو په همکارۍ یې په مزارشریف ښار کې پر لاریونونو لاس پورې کړ.

دوی وایي، چې د بلخ ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې درغلي شوي او نوماندانو د زور او زر پر کارولو رایې خپلې کړې دي.

دغو نوماندانو په اړوند ټاکنو کې پر بایومتریک شویو رایو هم ټینګار کړی او وایي، چې تورې رایې دې له سپینو هغو بېلې شي.

د بلخ ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې د دغه ولایت د رایو بیا شمېرل پیل شوي دي.

Trending

Exit mobile version