د هوا حالاتو بدلونونه

نیوزیلینډ له ګابریل نومي توپان وروسته ملي بېړني حالت اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۱)

نیوزیلیند د سې شنبې پر ورځ د سلواغې ۲۵ / د فبرورۍ ۱۴ ) له سخت توپان وروسته ملي بېړني حالت اعلان کړ.

د راپورونو له مخې، سخت باران او ګابریل نومی توپان د سختو سیلابونو او ځمکې ښویېدنې لامل شوی او د زرګونه کورونو برښنا یې پرې کړې ده.

نیوزیلیند په خپل تاریخ کې د درېیم ځل لپاره ملي اضطراري حالت له هغې وروسته اعلان کړ، چې د ګابریل توپان پراخه سیلابونه رامنځته او لسګونه زره یې له برښنا بې برخې کړل.

د سیمه ییزو رسنیو راپورونه ښیي، چې د اوبو د ډېرېدو، د ځمکې ښویدنې، کورونو ویجاړېدو او سړکونو خرابېدو له کبله خلک د خپلو کورونو پر بامونو حیران پاتې دي.

په ځینو سیمو کې ګرځند خدمتونه هم کم شوي دي.

د نیوزیلیند لومړي وزیر کریس هیپکنز خبریالانو ته ویلي: دا په ټول هېواد کې د نیوزیلیندیانو لپاره یوه اوږده شپه وه؛ خو په ځانګړي توګه په شمالي تاپو کې … ډېری کورنۍ بې ځایه شوي، ډېري کورونه برښنا نه‌لري او دې هېواد ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

دا طوفان اوسمهال د اوکلیند ختیځ لوري ته په شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره کې موقعیت لري، د شمالي تاپو ختیځ ساحل څخه لرې دی او تمه کیږي، چې له ساحل سره موازې ختیځ – سویل ختیځ ته حرکت وکړي.

Trending

Exit mobile version