تازه خبرونه

افغانانو ته دين او وطن دواړه اړین دي -کورنیو چارو وزیر

هغه زیاته کړې؛ د پياوړي اسلامي عقيدې پر لرلو بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

Published

on

د کورنيو چارو وزير د پکتيکا ولايت ډيلې ولسوالۍ ته په سفر کې د سیمې د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ هيله ده، چې جهادي پېر ته ورته متحد واوسو، د بې‌اتفاقۍ او شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړو.

هغه زیاته کړې؛ د پياوړي اسلامي عقيدې پر لرلو بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

حقاني د دې ولسوالۍ د خلکو سرښنې وستایلې او د حکومت غېږه یې ټولو افغانانو ته پرانيستې و بلله او پر ملي يووالي يې ټينګار وکړ.

نوموړي د حکومت غېږه ټولو افغانانو ته پرانيستې و بلله او پر ملي يووالي يې ټينګار وکړ.

کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خپلو سپارښتنو پر مهال څرګنده کړه: ((د جهاد بدله به په آخرت کې غواړو او مونږ د حاکمانو په توګه خلکو ته امتياز ورکوو، چې وطن مو سوکاله او آباد شي)).

هغه دا ټینګار هم کړی، چې خلک بايد له نرمـۍ سره د خپلو اسلامي ارزښتونو درناوي ته وهڅول شي.

هغه وایي؛ له ولس سره له عاجزۍ ډک چلند بايد د ټولو لومړيتوب وي او زیاتوي، چې مجاهدين بايد له غرور څخه ځانونه وساتي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې سيمه‌ييزو مسوولانو، قومي مشرانو او ګڼ‌شمېر ځوانانو ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version