تازه خبرونه

افغانانو د چین په ګډون له خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې لرلي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې چینایي پانګوالو ته د امنیت په ګډون ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر د دغه خبر پر خپورولو څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې وانګ يو ​​په افغانستان کې د امنيت له خوندي کېدو ډاډ څرګنده کړ او وایي؛ چينايي چارواکي په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او باور لرو، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او ګاونډ هېوادونو په ګټه دي.

نوموړي ويلي، چې په اقتصادي ډګر کې د کابل او بېجينګ همکاري او ګډې هڅې دواړو لوریو ته ښې پايلې لرلى شي.

هغه زیاته کړې، چې د کابل او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل د ښو اړیکو نښه ده او چين تل د ستونزو د حل لپاره خبرو اترو ته لومړيتوب ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر د چین او افغانستان د اړیکو تاریخ ته په نغوته کې ویلي، افغانانو تل د چین په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لرلي او اسلامي امارت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

مولوي عبدالکبیر له چین څخه مننه وکړه، چې افغان سوداګرو ته یې اسانتیاوې برابرې کړي او دغه راز  اسلامي امارت هم چینایي پانګوالو ته د امنیت په ګډون ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه ويلي: په افغانستان کې سترې ننګونې حل شوې او د پاتې ستونزو د حل لپاره کار روان دی.

Trending

Exit mobile version