تازه خبرونه
افغانانو په یوه پېړۍ کې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې – اسلامي امارت
اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي. په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ د یو سلو اوومې کلیزې پر مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ افغان ولس ۱۰۷ کاله مخکې د بریټانوي امپراتورۍ پر وړاندې د جهادي مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.
اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي. په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.
اسلامي امارت دغه بریاوې د افغان ولس د« کلک ایماني هوډ او غیرت» پایله بللې او څرګندوي، چې افغانان پرې تر ننه ویاړي.
په اعلامیه کې له ځوانانو او راتلونکي نسل څخه غوښتل شوې، چې د خپلو اسلافو پر پلونو ګام کېدي او د هر ډول«تجاوز او اشغال» پر وړاندې پر ټینګه اراده ودرېږي.
اسلامي امارت همداراز ویلي؛ د زمري اتهویشتمه سږ کال په داسې وخت کې نمانځي، چې څلور ورځې مخکې یې د امریکايي اشغال پر وړاندې د زمري څلیریشتمه پېنځمه کلیزه هم نمانځلې ده.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې افغانان باید د دغو بریاوو په بدل کې د الله تعالی شکر ادا کړي، د اسلامي شریعت پابندي وکړي او هره بریا د الله تعالی احسان او نصرت وبولي.
افغانستان په ۱۹۱۹ز.کال کې د شاه امانالله خان د پېر پر مهال له انګریزانو څخه د هېواد خپلوامي بېرته تر لاسه کړې ده.
د زمري اتهویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ ده او هر کال نمانځل کېږي. سږ کال له دې تاریخي پېښې ۱۰۷ کاله تېرېږي.