تازه خبرونه

افغانان باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

Published

on

د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرو ويلي؛ دوی چمتو دي، چې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي؛ خو له دې مخکې باید د افغانستان ټول قومونه د خپل هېواد په نظام کې ځانونه وویني.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو نیولو د کړنلارې له اعلان یوه ورځ وروسته؛ د تېر حکومت یو شمېر سیاستوال او پېژندل شوې څېرو د خبرو اترو  لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي؛ د هېواد په نظام جوړولو کې د افغانستان ټولو توکمونو شتوالی د اسلامي امارت لپاره د تېر حکومت د دغو سیاستوالو او مشهورو شخصیتونو له اساسي شرطونو څخه دی.

کارپوهانو هم ويلي، چې د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره باید په دې کمیسیون کې نورو کسانو ته هم ونډه ورکړ شي.

د حق او عدالت ګوند مشر معین څمکني ويلي، چې یو شمېر سیاستوال به دا کړنلاره ونه مني ؛ ځکه د دوی په وینا له اسلامي امارت څخه د بهر کسانو له شتون پرته به د کمیسیون کار ستونزمن وي.

دا کړنلاره،  چې پېنځلس مادې لري دا پکې ندي ویل شوي، چې پخوانیو سیاسي څېرو ته به سیاست او یا په حکومت کې د ګډون زمینه برابره کړي، بلکې یوازینۍ لویه موخه خبرې نه بلکې د دې سیاستوالو د سر او مال خونديتوب، د مشروع غوښتنو منل او په هېواد کې ژوند کول دي.

Trending

Exit mobile version