تازه خبرونه

افغانان به له ایران څخه په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو- خلیل الرحمن حقاني

فضل محمد حقاني په دې ناسته کې چارسمبالي وزیر ته د افغان مهاجرینو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، د افغان مهاجرینو د پېژندنې، د افغان مهاجرینو د آتشو، د مهاجرینو په اړه د اېران له حکومت سره د هوکړو، پالیسۍ او د مهاجرینو شمېر او ستونزې وړاندې کړې.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر  فضل محمد حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

فضل محمد حقاني په دې ناسته کې چارسمبالي وزیر ته د افغان مهاجرینو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، د افغان مهاجرینو د پېژندنې، د افغان مهاجرینو د آتشو، د مهاجرینو په اړه د اېران له حکومت سره د هوکړو، پالیسۍ او د مهاجرینو شمېر او ستونزې وړاندې کړې.

خلیل الرحمن حقاني سفیر او ور سره مل پلاوي ته د یادو ستونزو د حل په برخه کې ډاډ څرګند کړ ، چې یادو ستونزو ته به لاسرسی ومومو او افغانان په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو.

خلیل الرحمن حقاني د اېران له حکومت څخه وغوښتل، چې د افغان مهاجرینو د مالونو د ضبط او له آزار، اذیت او ځورونې لاس واخلي.

ویل کیږي، چې حقاني د وزارت او په اېران کې د اسلامي امارت سفارت پر همغږۍ او پوره همکارۍ ټینګار  څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version