تازه خبرونه

افغانان د ایران د اوبو حق ته ژمن دي؛ خو پخپله د اوبو له کمښت سره مخ شوي – منصور

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د شنبې پر ورځ ( د زمري لومړۍ) څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ایران د اوبو حق ته ژمن دی؛ خو افغانستان پخپله پوره اوبه نلري.

د دې وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور څرګنده کړې، چې د اوبو حق پېچلې موضوع ده او باید د اوبو د حق معلومولو لپاره په پرچاوونو کې د کچې معلومولوپرمختللي تخنیکي وسایل ولګول شي.

د دغه وزارت د څرګندونو پر بنسټ د هېواد ۸۰ سلنه کروندګر او خلک وچکالۍ ځپلي دي.

نوموړي ویلي؛ د اوبو د مدیریت یوه لار حکومتي ده، چې د انرژۍ وزارت تخنیکي ډله په هېواد کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د اوبو د څارنې بله د حل لار ولسي ده.

دغه راز په پلازمېنه کابل کې هم د وچکالۍ اغېزې له واریه ښکاري، خلک ان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري او تر ځمکې لاندې اوبه هم د هرې ورځې له تېریدو سره کښته روانې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، تخنیکي ډلې شپه او ورځ کار کوي څو معلومه کړي، چې د ځمکې لاندې اوبه څنګه مدیریت کړي.

د دوی په خبره، ډېر ژر به د پنجشیر له سینده کابل ته د اوبو د لېږد پروژه پیل کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، چی دوی مشرتابه ته د انکشافی بودیجې، د اوبو بندونو او برښنا په ګ،ون د ستونزو د حل لپاره درې طرحې وړاندیز کړي دي.

د دې وزارت مسوولینو پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم غږ کړی، چې په افغانستان کې له ټولګټو پروژو ملاتړ وکړي.

عبداللطیف منصور وايي، تېر حکومت تاجکستان، ازبکستان او ایران ته له ۳۵ میلیونو دالرو زیات د برښنا پورونه ندي ورکړي.

له بلې خوا د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ويلي، چې هڅه کوي د انرژۍ، اوبو او برښنا بنسټونه په یوه اداره کې مدغم کړي.

دغه راز ویل کیږي، چې په تېر حکومت کې د برښنا شرکت بودجه نورو ادارو ته ځانګړې شوې وه او د دغه وزارت ځينې پروژې نيمګړې پاتې وې.

Trending

Exit mobile version