سیمه ییز خبرونه
افغانان د لويو جرگو له لارې خپلې ملي ستونزې حلوي
لويه جرگه ان د آريايانو پر مهال د هېوادنيو ستونزو د حل لپاره كاريدلې؛ خو د افغانستان حاكمانو د تېرو څه نا څه څلور پېړيو ملي او نړيوالو ستونزو د حل او د دولتي نظام د ټينگښت لپاره اوولس لويي جرگې جوړې كړي، چې په ۱۰۸۸ل (۱۷۰۹) كال په كندهار كې د ميرويس نيكه په مشرۍ او د اوس لپاره د حامد كرزي په مشرۍ په كابل كې له امريكا سره پر امنيتي سند د مشورو لپاره مشورتي لويه جرگه يادولى شو.
ميرويس نيكه په ۱۰۸۸ل (۱۷۰۹) كال كې د يوې ورځې لپاره خلك په كندهار كې را ټول كړل، په افغانستان د صفوي حاكم گرگين واكمني پاى ته ورسول شي.
په ۱۱۲۶ل(۱۷۴۷) كال كې خلك د نادر آباد په پوځي كلا كې سره را ټول شول او تر نهه ورځو بحث او خبرو وروسته احمد شاه بابا د پاچا په توگه وټاكل شو.
بله جرگه په ۱۲۲۰ل(۱۸۴۱) كال په كابل كې د عبدالله خان اڅكزي په كور كې جوړه شوه، چې خلك د افغان-انگليس لومړۍ جگړې ته چمتو شي.
امير شېرعليخان د خپلو وروڼو په وړاندې د خپلې پاچاهۍ د ټينگولو لپاره جرگه جوړه كړه او نږدې دوه زره كسان په ۱۲۴۴ل (۱۸۶۳) كال كاٰبل كې را ټول شول او د امير شېرعليحان له سلطنت يي ملاتړ وكړ.
لومړۍ نړيوالې جگړې هم د امير حبيب الله خان په واكمني كې ۵۰۴ تنه كابل كې را ټول كړل، چې په جگړه كې د افغانستان ناپېيلتوب اعلان شو.
په ۱۳۰۱ل(۱۹۲۲) كال د امير امان الله خان واكمنۍ په جلال آباد ښار كې ۸۷۲ كسان را ټول كړل، چې موخه يې د ټولنيزو سمونونو لپاره د يوې نظام نامې جوړول ول.
په ۱۳۰۳ل(۱۹۲۴) كال د كابل په پغمان كې هم ۱۰۵۴ تنو په گډون جرگه جوړه شوه او د جلال آباد نظام نامه يي بيا وكتله.
په ۱۳۰۷ل(۱۹۲۸) كال بيا په پغمان كې جوړه شوه، چې اساسي نظامنامه يې بيا وكتله.
محمد نادرشاه هم په خپله واكمني كې يو باندې درې سوه كسان كابل كې جرگه كړل، چې د ملي شورا د ټاكنو او بيرق لپاره تگلاره جوړه شي.
په ۱۳۲۰ل(۱۹۴۱) كال كې هم د افغانستان د خلكو استازي د كابل د حبيبې په ليسه كې را ټول شول او په مشورتي لويه جرگه كې يي په دوه يمه نړيواله جگړه كې د افغانستان بې طرفي اعلان كړه.
په ۱۳۳۴ل(۱۹۵۵) كال په جرگه كې د افغانستان د دفاع مساله وڅيړل شوه.
په ۱۳۴۳ل(۱۹۶۴) كال ۴۵۲ تنه د كابل د سلام خانې په ماڼۍ كې جرگه شول؛ د درې گونه قواوو تر منځ توپير، د سياسي گوندونو فعاليت او د مطبوعاتو آزادي يي وڅېړله.
محمد داود خان هم د جمهوري رياست ته د ځان ټاكنې لپاره، چې مشروعيت پيدا كړي لويه جرگه را وبلله.
په ۱۳۵۵ل(۱۹۷۶) كال كې هم د افغانستان ولسمشر محمد داود خان د اساسي قانون د تصويب لپاره لويه جرگه را وبلله.
د غويي د اوومې له كودتا وروسته د داكتر نجيب الله د ولسمشرۍ په مهال هم په۱۳۶۴ ،۱۳۶۶ او ۱۳۶۸ل(۱۹۸۵،۱۹۸۷ و۱۹۸۹) كلونو كې د اساسي قانون د تصويب او نورو مسايلو د حل لپاره لويي جرگې جوړې شوې.
په ۱۳۸۱ل(۲۰۰۲) كال د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته د كابل د پليتخنيك پوهنتون د لويي جرگې په خيمه كې څه باندې ۱۶۰۰ كسان را تول شول او حامد كرزى يي د منځ مهالې دورې د مشر په توگه وټاكه.
د افغانستان اساسي قانون هم په ۱۳۸۲ل(۲۰۰۳) كال د ۵۰۰ كسانو په جرگه كې تصويب شو او په ۱۳۸۶ل(۲۰۰۷) كال هم ۶۱۰ كسان جرگه شول او په افغانستان او پاكستان كې يي له ترهگرۍ سره د مبارزې پر څرنگوالي خبرې وكړې.
په ۱۳۸۹ل(۲۰۱۰) كال هم يوه بله لويه جرگه جوړه شوه، چې په كې د سولې عالي شورا د جوړيدو وړانديز وشو او همدا راز پر دې خبرې وشوې، چې د بگرام زندان مسووليت دې له امريكايي ځواكونو څخه افغان لوري ته وسپارل شي.
په ۱۳۹۰ل(۲۰۱۱) كال ۲۳۰۰ كسانو په دوديزه لويه جرگه كې د امريكا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو پر تړون خبرې وكړې او د دې تړون له لاسليك يي خپل ملاتړ وښود.
اوس د ۱۳۹۲ل(۲۰۱۳) كال كې، چې د كابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيكو همكاريو د سند له لويي جرگې دوه كاله تېر شوي؛ ۲۵۰۰ كسان په كابل كې را ټول شوي، چې له امريكا سره د امنيتي سند په اړه خبرې او مشورې وكړي.
د افغانستان په اساسي قانون كې لويه جرگه د خلكو د ارادې د مظهر ستره مرجع بلل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د مشورتي لويې جرگې له څلورورځنيو خبرو اترو وروسته د هېواد پارلمان له امريكا سره د امنيتي تړون پر لاسليك بحث كوي.