تازه خبرونه

افغانان د وسله‌والې جګړې مخالف دي – د امریکا استازی

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ افغانان د وسله‌والې جګړې مخالف دي او د شته ننګونو د حل په توګه د خبرو ملاتړ کوي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د جمعې پر ورځ په دوحه کې د “افغانستان د راتلونکي فکر” تر سرلیک لاندې د جوړې شوې ناستې ګډونوال و.

نوموړي په ډاګه کړې؛ په دې ناسته کې د افغانستان اقتصاد‌‌پوهانو، د بشري حقونو فعالانو، پخوانيو وزیرانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

توماس ویست تویت کړی، چې دې غونډې ته ډېر شمېر ګډونوال له افغانستان څخه راغلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د چلند غندنه او ملاتړ دواړه څرګند شول.

ګډونوالو په دې په اړه بېلابېل وړاندیزونه وکړل، چې نړیواله ټولنه باید له ننګونو سره څنګه چلند وکړي.

د توماس ویست د څرګندونو له مخې؛ ټولو ګډونوالو د هېواد د اوسنیو ننګونو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کړی او له وسلوالې جګړې سره یې خپل مخالفت څرګند کړ.

ویست د سې شنبې پر ورځ د قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې په ګډون سیمې ته خپل سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ توماس ویست په سیمه کې د نفوذ د خوندي کولو لپاره هڅې کوي؛ ځکه، چې نړیواله ټولنه د افغانستان ننګونو ته د حل لارې لټوي.

توماس ویست ویلي: قطر یو مهم ملګری دی؛ ځکه، چې مونږ د امریکا د ګټو د ساتنې، د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د حقونو د دفاع په لټه کې یوو.

په دوحه کې دغه دیپلومات د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د افغانستان د ننګونې د حل لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم د راتلونکې پر لارو چارو خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version