لوبی
افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربهتوب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوهیم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.
د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوهیم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوهیم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.