تازه خبرونه

افغانستان اوس خطر ندی که ( ا.ا ) پخپلو ژمنو ودریږي، امریکا به یې پر رسمیت وپېژني

Published

on

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې څرګنده کړې؛ افغانستان اوس د امریکا لپاره خطر ندی او که پخپلو ژمنو ودریږي؛ امریکا به یې پررسمیت وپېژني.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي په افغانستان کې موخو ته د امریکا د رسېدو په اړه ویلي، چې هېواد یې خپلو ډېرو موخو ته رسېدلې په ځانګړي توګه یوه یې د القاعده ځپل دي. 

هغه وایي: که څه هم القاعده پوره له منځه نده تلې او اوس هم په یوشمېر هېوادونو کې هڅې تر سره کوي؛ خو افغانستان دمګړۍ د امریکا لپاره ګواښ ندی؛ ځکه اسامه بن لادن ووژل شو، ډېر شمېر غړي یې بندیان او یا وژل شوي دي.

دغه راز وایي، چې افغانستان دمګړۍ د امریکا لپاره ګواښ ندی او د شویو ژمنو د پلي کېدو په صورت کې امریکا چمتو ده، چې طالبان (د افغانستان اسلامي امارت) پر رسمیت وپېژني.  

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي، چې کابل ته د اسلامي امارت د ځواکونو له ننوتو مخکې هوکړه شوې وه، چې د اسلامي امارت ځواکونه به تر دوه اوونیو کابل ته نه دننه کیږي؛ د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون به یو لوړپوړی پلاوی قطر ته ځي او د ټولمنلي حکومت پر جوړښت به د ا.ا له غړیو سره هوکړه وکړي.

هغه په دې اړه ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د اشرف غني ناڅاپي تېښتې نه یوازې په نظام کې تشه رامنځته کړه، بلکې په سوله ییزه توګه یې د واک لیږد چارې هم ګډوډې کړې او طالبان کابل ته دننه شول.

نوموړی وایي: نړۍ اوس په تمه ده، چې طالبان ( اسلامي امارت) خپلې کړې ژمنې پلې کوي او که نه او که یې عملي او پلې کړي؛ نو د نړۍ او طالبانو( اسلامي امارت ) ترمنځ عادي اړیکې هم خوندي کیږي.

دغه راز خلیلزاد د افغانستان د جمهوریت او امارت تر منځ د سولې خپلمنځي خبرو د ماتې په اړه ویلي، چې پخوانی ولسمشر اشرف غني د نوي حکومت له جوړېدو سره مخالف و او غوښتل یې طالبان ( اسلامي امارت) د ده د حکومت یوه برخه شي.

د یادونې ده، چې هغه خپلو هڅو او ماموریت ته په نغوته کې د امریکایي ځواکونو د وتلو، خپلمنځي خبرو، اوربند او سولې د خوندي کېدو په اړه ویلي؛ د افغانستان خلک به د ده په اړه قضاوت وکړي؛ ځکه پدې اړه یې د سیمې او نړۍ د همغږۍ لپاره هڅې او منډې کړي، چې جګړه ودریږي او ستونزې له سیاسي لارې حل شي.

دا ځای پوره مرکې ته  کېکاږئ   .

Trending

Exit mobile version