تازه خبرونه

افغانستان اوس هم بشري ناورین ګواښي – رامز الاکبروف

Published

on

د سې شنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ویلي، چې د اقلیم بدلون او اقتصادي رکود په افغانستان کې د کړکېچ د دوام لامل کیږي.

نوموړي په یوه رسنیزه څرګندونه کې دا هم په ډاګه کړې، چې ټولګیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو په اړه  هیڅ هڅوونکي ګام پورته شوی ندی.

هغه څرګنده کړې، چې په ترکیه او سوریه کې د وروستیو ویجاړونکیو زلزلو سره سره؛ افغانستان په ۲۰۲۳ ز. کال کې هم د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین پاتې دی.

د هغه په وينا، ملګري ملتونه او ملګري يې سږکال هغو ۲۸ میلیون افغانانو ته، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ملګرو ملتونو مرستو ته اړ دي؛ د  ۴.۶ ميليارد دالرو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version