تازه خبرونه
افغانستان اوس هم د میناتورۍ د ګډ هنري میراث په نوملړ کې ندی راغلی
د ملګرو ملتو په یونسکو ټولنه کې ایران، آذربایجان ترکیه او ازبکستان د میناتورۍ د هنري میراث په ګډ نوملړ کې ثبت شول؛ خو په دې نوملړ کې د افغانستان نوم نشته.
په هرات کې د پوهنتون ځینواستادانو، لیکوالانو او د میناتورۍ هنر استادانو په یوه اعتراضي ناسته کې د حکومت پر بې پامۍ اعتراض وکړ.
څلور کاله کیږي، چې زهرا غلامي د میناتورۍ د زدکړو په وروستي سمستر کې ده او پر خپل مونوګراف کار کوي.
د هنرونو پوهنځي محصله زهرا غلامي پدې ناهیلې شوې، چې ولې افغانستان د یونسکو د میناتوري میراث په نوملړ کې شامل شوی ندی.
د هرات د هنرونو پوهنځي استاد محمد ناصر صوابي وایي، چې د کمال الدین بهزاد پر اثرونو سلګونه کاله شوي؛ له هېواده بهر ساتل کیږي او افغانستان له میناتوري حوزې کله هم جلا ندی.
د هرات پوهنتون د هنرونو پوهنځي استاد عبدالقدیرسروري له افغان حکومته غواړي، چې دا مسئله تعقیب کړي او پرینږدي، چې افغانستان د میناتورۍ د میراث له نوملړه ووځي.
یوه اوونۍ مخکې د یونسکو د فرهنګي میراثونو د نړیوالې کمېټې په پېنځلسمه ناسته کې ایران، ترکیه، آذربایجان او ازبکستان د میناتورۍ حوزې د میراثونو په نوملړ کې ثبت شول؛ خو د افغانستان نوم په کې نه و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په رسمي بڼه شکایت کړی او ویلي یې دي، چې دا کړنه د اړوند ادارې د مندرج کنوانسیون خلاف ده.