سوداگري
افغانستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کامایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاجمحل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
د ازبکستان د فرغانې ولایت چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرو د ګډو پانګیزو پروژو د چارو پر چټکتیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کامایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاجمحل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
دا لیدنه افغانستان ته د فرغانې ولایت د پلاوي د هغه سفر په لړ کې ترسره شوی، چې د جولای پر شپږویشتمه او اووهویشتمه یې کابل او مزارشریف ته کړی و. د دغه سفر پر مهال ازبک چارواکو او سوداګرو له افغان لوري سره لیدنې وکړې؛ په کابل او مزارشریف کې یې د فرغانې سوداګریز کورونه پرانیستل.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د ګډو پانګیزو پروژو پلي کېدل به چټکوي، د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه به لوړوي او اقتصادي همکارۍ به نوي پړاو ته رسوي.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ، کرنې، هوايي چلند، انرژۍ او لوژسټیک په برخو کې د پانګونې نوي فرصتونه او د همکاریو د پراختیا لارې هم وڅېړل شوې او افغان سوداګرو له ازبکستاني شرکتونو سره د پراخو همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
د فرغانې والي هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا د ازبکستان پر ژمنتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د دې ولایت اداره به د ګډو پروژو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو له پراختیا ملاتړ وکړي.