سوداگري

افغانستان او ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو هوکړه وکړه

ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو پر پرا ختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د متوازن  کولو، د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ په سکټور کې د ازبکستان د همکارۍ، د سورخان- پلخمري د برښنا د لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

Published

on

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي ازبکستان ته په خپل سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د خونې پر جوړېدو هوکړه وکړه.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا هوکړه د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د نورالدین عزیزي او مل پلاوي د کتنې پر مهال رامنځته شوې ده.

نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د سې شنبې پر ورځ (د سرطان دولسمه) د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه یوف، د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزیر، د برښنا وزیر، د ټرانسپورټ، د کانونو د صنایعو وزیر، د اوبو د منابعو وزیر، د هغه هېواد د ګمرکونو مسوولینو او په افغانستان کې د ازبکستان استوګن سفیر سره وکتل .

دغه راز دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پر پراختیا، د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن، د پانګونې او ټرانزیټي تړونونو د وروستي کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو پر پرا ختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د متوازن  کولو، د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ په سکټور کې د ازبکستان د همکارۍ، د سورخان- پلخمري د برښنا د لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په تاشکند ښار کې د افغانستان او ازبکستان درې ورځنی ګډ نندارتو رسماً پرانستل شو.

اړوند خبرونه: 

کابل ته یو شمېر ازبکستانيو پانګوالو سفرکړی

Trending

Exit mobile version