Connect with us

سوداگري

کابل ته یو شمېر ازبکستانيو پانګوالو سفرکړی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د ازبک پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې وزارتونه به په خپلو اړوند برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.

خپور شوی

د

د ازبکستانيو پانګوالو یوه ډله کابل ته راغلې او د ریاست الوزرا له اداري او اقتصادي مرستیالانو سره یې وکتل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د ریاست الوزرا اداري  مرستیال ویلي، اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دغه راز ازبکستانيو پانګوالو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کي ویلي، چې دوی د ډبرو سکرو پر استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید، د تېلو د چاڼ د معیاري فابریکې جوړولو، د سمنټو فابریکې جوړولو، د مالګې استخراج او د نساجۍ معیاري فابریکې جوړولو پانګونې ته لېوالتیا لري.

ازبک پانګوالو ویلي؛ افغانستان اوس د پانګونې لپاره یو مناسب هېواد ګرځېدلی او دوی چمتو دي، چې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د ازبک پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې وزارتونه به په خپلو اړوند برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.

اړوند خبرونه:

روسي پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونې وکړي – ملا برادر

په ازبکستان کې د افغانستان د تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړېږي

سوداگري

د عراق استخباراتي راپور؛ ایران، افغانستان او ترکیه د قاچاقي تېلو احتمالي بازارونه دي

د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.

Published

on

 

د عراق په یوه استخباراتي راپور کې، چې« سکای نیوز عربی » ته رسېدلی ویل شوي، چې د عراق له شمالي سیمو ایران ته د خامو تېلو د قاچاق پراخې شبکې فعالیت کوي او د دغو تېلو چاڼ شوي محصولات د افغانستان او ترکیې په ګډون په بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي.

د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.

په راپور کې راغلي، چې د دغو کړیو اصلي موخه د نړیوالو بندیزونو له پلي کېدا تېښته او د تېلو د محصولاتو له رسمي او قانوني چوکاټونو بهر لېږدول دي.

استخباراتي معلومات ښيي؛ دغه قاچاقي کړۍ د تېلو د لېږد، چاڼ او وېش لپاره له غیررسمي سوداګریزو لارو کار اخلي، چې له مالي څارنې او کنټرولي میکانیزمونو څخه ځانونه پټ وساتي.

د راپور خپرېدل د تېلو د پولې پورې غاړې قاچاق، د ملي سرچینو د زیانمنېدا او په سیمه کې د سوداګریزو لارو د څارنې د تشو په اړه اندېښنې راپارولي دي.

ویل کیږي، چې د لېږدول شویو تېلو د کچې او په افغانستان او ترکیه کې د احتمالي پلور په اړه کره جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ويلي، د اسلام‌کلا له ګمرک څخه د نفتي او غیرنفتي توکو ۲۹ موټر د ټیټ کیفیت له کبله بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوي دي. د یاد دفتر د څرګندونو له مخې، بېرته ستانه شوي توکي د پټرولو ۸، د ډیزلو ۱۷، د بورې یو، د بسکټو دوه او د کاشیو یو موټر رانغاړي. سرچینه زیاتوي، چې یادو توکو د کیفیت اړین معیارونه نه‌درلودل او له همدې کبله هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنه‌کړ شوه. د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، دغه کړنې د بې‌کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د پېرودونکو د حقونو د ساتنې او د کیفیت د ټاکل شویو معیارونو د پلي کېدو لپاره ترسره شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

په هرات کې د ۳۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د درمل جوړولو د کارخونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ټاکل شوې، چې دغه درې ودانۍ به په درې زره مټر مربع ځمکه کې پنځه پوړونه ولري او پر پرمختللیو ماشینونو د بېلابېلو درملو د تولید له وړتیاوو برخمنې وي.

Published

on

په هرات ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د «اویسن فارما» درمل جوړولو کارخونې د درې نویو ودانیو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او همهاله د دغې فابریکې د سیروم او پیچکاريو د تولید نوې کرښه هم پرانیستل شوه، چې هره ورځ به د۱۰۰زره بستو سیرومو د تولید وړتیا ولري.

ټاکل شوې، چې دغه درې ودانۍ به په درې زره مټر مربع ځمکه کې پنځه پوړونه ولري او پر پرمختللیو ماشینونو د بېلابېلو درملو د تولید له وړتیاوو برخمنې وي.

د دې کارخونې پراختیا او د سیروم او پیچکاريو د تولید نوې کرښې فعالېدل به د هېواد د درمل جوړولو صنعت پیاوړی کړي، کورنی تولید به زیات او د درملو وارداتو ته د افغانستان اړتیا به راکمه کړي.

Continue Reading

سوداگري

د بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د دې کمیسیون نوبتي غونډه پرون د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د هر اړخیزې ارزونې او څېړنې وروسته د بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید کړې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د دې کمیسیون نوبتي غونډه پرون د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بهرنۍ پانګونې هغه پالیسي وارزول شوه، چې د اقتصادي مرستیالۍ پر مشرۍ یوې کمیټې چمتو کړې وه او د اقتصادي کمیسیون د اندونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره تائید شوه.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د بهرنۍ پانګونې د بهیر تنظیمول، پانګوالو ته د ډېرو آسانتیاوو او فرصتونو برابرول، د اقتصادي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د پانګونې د امنیت ډاډمنول او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول د دې پالیسۍ مهمې موخې دي.

همداراز، په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د سوداګریزو وارداتي شرکتونو له‌خوا د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم تائید شوه.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، د دې طرحې پلي کول به وارداتي شرکتونو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر زیاته کړې، چې د دې غونډې پرېکړې د وروستۍ پرېکړې لپاره د اسلامي امارت د مشر دفتر ته لېږل شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!