Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.

خپور شوی

د

ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ په فرغانه ولایت کې یوه اړینه غونډه ترسره شوه، چې په کې د سوداګرۍ خونې د پانګونې څانګې د مرستیال زړګي عظیمي پر مشرۍ د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان سوداګرۍ خونې پلاوي د سیمې د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې لپاره د فرغانې ښار له یو شمېر لویو کارخونو او تولیدي څانګو لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک په ګډون د اجرائیوي رییس مرستیال میرزامان پوپل او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو ګډون درلود، چې په کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

ویل کیږي، چې دا غونډه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.

تازه خبرونه

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي مړینه «پېښه» وبلل شوه

د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.

Published

on

 

ټکزاس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي او د امریکا د ځانګړو ځواکونو د پخواني همکار محمد نظیر پکتیاوال مړینه د امریکايي چارواکو له لوري «پېښه» بلل شوې ده.

د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.

په سند کې راغلي، چې دغه حساسیتي غبرګون د هغه د سالنډۍ ناروغي هم سخته کړې وه او مړینه یې د مارچ پر څوارلسمه د ډالاس په یوه روغتون کې د «پېښې» په توګه ثبت شوې ده.

د ټکزاس ټربیون د راپور له مخې، پکتیاوال نږدې لس کاله په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه. نوموړی په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د قانوني بهیر له لارې امریکا ته تللی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه؛ خو د پناه غوښتنې دوسیه یې اوس هم تر ارزونې لاندې وه، چې د مارچ پر دیارلسمه د ټکزاس ایالت په خپل کور کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د مامورانو له‌خوا ونیول شو.

د افغان کډوالو د حقونو ملاتړې ډلې «ایواک» او د امریکا د کانګرس دوه غړو د هغه د مړي د طبي کتنې د راپور خپرولو غوښتنه کړې ده.

هغوی وایي؛ د پکتیاوال کورنۍ حق لري پوه شي، چې کومې مادې دا مرګونی حساسیتي غبرګون رامنځته کړی او دا ماده څنګه د هغه بدن ته رسېدلې ده.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له دې مخکې ویلي وه، چې پکتیاوال د بندخونې د منلو پر مهال د هر ډول ناروغۍ او حساسیت له لرلو انکار کړی و؛ خو څو ساعته وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شو او روغتون ته ولېږدول شو. نوموړی د بلې ورځې سهار د ژبې له پړسوب وروسته د ډاکټرانو د ژغورنې له هڅو سره ـ سره، مړ شو.

د راپور له مخې، د محمد نظیر پکتیاوال کورنۍ د هغه د مړینې د څرنګوالي د روښانېدا غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د ډالاس سیمه‌ییزو چارواکو د روانو څېړنو له کبله تر اوسه د مړي د طبي کتنې د راپور له خپرولو ډډه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ د بېځایه کېدا له سترو بحرانونو سره مخ دی – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.

Published

on

 

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د بېوزلۍ، وچکالۍ، زلزلو او د کډوالو د پراخه بېرته ستنېدا له کبله د نړۍ له سترو بېځایه کېدا له بحرانونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو، چې افغانستان ته یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر له پلاوي سره یوځای سفر کړی ویلي:« په افغانستان کې بحرانونه ډېر کم پر بېلابېله بڼه رامنځته کېږي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي، چې شاوخوا ۲۹ میلیون کسان کېږي، د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه‌لري.

دې ادارې ویلي، چې د کوربه ټولنو او بېځایه شویو کسانو د ملاتړ له لارې د هغوی د بیا رغونې او له بېرته ستنېدا څخه د تلپاتې رغېدا پړاو ته د رسېدا لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو دغو چارواکو د خپل سفر پر مهال په جلال‌آباد کې د زلزلې له زیانمنو شویو ټولنو او په دره سلطان کې د بیا رغونې له پروژو هم لیدنه وکړه. په دغو پروژو کې د سېلابونو پر وړاندې د ساتنې، د اوبولګولو د سیسټمونو د ښه‌والي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو چارې شاملې دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي اماني صندوق له لارې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو د ملاتړ پروژې پلي کوي. په دغو پروژو کې د ماینونو پاکول، د بنسټیزو پروژو پلي کول او د سلګونو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه برابرول شامل دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اېچ سي آر) ویلي، چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې به له ۵۷۰ زره ډېر افغانان بیا مېشتېدا ته اړتیا ولري.

دې ادارې ټینګار کړی، چې د بیا مېشتېدا، زده‌کړو، کارموندنې او د کورنیو د بېرته یوځای کېدا د فرصتونو د پراخولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

د مومند د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ د غړو، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون په عیدګاه جومات کې ادا شو؛ وروسته یې مړی پر رسمي مراسمو د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۶, ۱۴۰۵

د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی، چې له جرمني څخه هېواد ته لېږدول شوی و؛ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې پر ځانګړو رسمي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.

د مومند د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ د غړو، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون په عیدګاه جومات کې ادا شو؛ وروسته یې مړی پر رسمي مراسمو د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

د اسلامي امارت چارواکو په دې مراسمو کې عبدالاحد مومند د هېواد له مخکښو علمي څېرو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل باید له ده ته ورته شخصیتونو الهام واخلي.

عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸زېږدیز کال کې لومړنی افغان و، چې فضا ته یې سفر وکړ.

نوموړي په ۲۹ کلنۍ کې د پخواني شوروي اتحاد په فضايي ماموریت کې د «میر» فضايي تمځي ته سفر وکړ او نهه ورځې یې په فضا کې تېرې کړې. دا هغه تاریخي بریا وه، چې د مومند نوم یې د افغانستان په تاریخ کې تلپاتې کړ.

مومند د روان کال د غبرګولي پر دېرشمه د سرطان له ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته د ۶۷ کلونو پر عمر د جرمني په یوه روغتون کې مړ شو. سره له دې، چې نوموړي افغانستان د ستورمزلۍ ډګر ته ورپېژاند؛ خو د هېواد فضايي فعالیتونه په وروستیو لسیزو کې درېدلي او د افغانستان فضايي انسټېټیوټ اوس هم غیرفعال دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117