سیمه ییز خبرونه

افغانستان او ايران د سوداگريزو توكو د ليږد را ليږد هوكړه لاسليك كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان او ايران د سوداگريزو توكو د ليږد را ليږد په برخه كې د آسانتياوو برابرولو هوكړه لاسليك كړه.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي:

د دې هوكړې موخه دا ده، چې په دواړو هېوادونو كې د ترانسپورتي ليږد راليږد چارې چټكې او هغه ستونزې حل شي، چې د توكو د ليږدولو په وخت د دواړو هېوادونو سوداگر ورسره مخ كيږي.

چارواكي وايي:

له دې هوكړې سره به د ليږد راليږد لگښتونه لږ او د دواړو هېوادونو پر اقتصاد به ښه اغېز ولري.

د دواړو هېوادونو د چارواكو دا څلورمه ناسته ده، چې د ليږد راليږد په برخه كې د ستونزو د حل او آسانتياوو د برابرولو په موخه جوړيږي.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پاليسۍ او پلان جوړونې رييس جار الله منصوري وايي، چې:

له ايراني چارواكو سره د شوې هوكړې له مخې به له دې وروسته په هرو دوه ميشتو كې يوه ناسته جوړيږي او ځينې هغه ستونزې له منځه ځي، چې په دواړو هېوادونو كې سوداگر ورسره مخ ول.

د ايران  د لارو او ښارجوړوني  وزارت  مرستيال  شهريار افندي وايي:

له دې وروسته به د ليږد راليږد چارې چټكې، موټر چلوونكيو او سوداگرو ته به ويزې وركول كيږي او لگښتونه به هم  لږ شي .

دا په داسي حال كې ده، چې افغان سوداگرو هروخت په بهرنيو هېوادونو او په ځانگړي توگه ايران او پاكستان كې د خپلو سوداگريزو توكو د ليږدولو پر مخ د لارو د بنديدو له كبله له ستونزو سره مخ وي . له دې كار سره له يوې خوا سوداگر مالي زيان مومي او له بلې خوا د سوداگريزو توكو  بيې لوړيږي .

Trending

Exit mobile version