سیمه ییز خبرونه
افغانستان او ايران د سوداگريزو توكو د ليږد را ليږد هوكړه لاسليك كړه
افغانستان او ايران د سوداگريزو توكو د ليږد را ليږد په برخه كې د آسانتياوو برابرولو هوكړه لاسليك كړه.
د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي:
د دې هوكړې موخه دا ده، چې په دواړو هېوادونو كې د ترانسپورتي ليږد راليږد چارې چټكې او هغه ستونزې حل شي، چې د توكو د ليږدولو په وخت د دواړو هېوادونو سوداگر ورسره مخ كيږي.
چارواكي وايي:
له دې هوكړې سره به د ليږد راليږد لگښتونه لږ او د دواړو هېوادونو پر اقتصاد به ښه اغېز ولري.
د دواړو هېوادونو د چارواكو دا څلورمه ناسته ده، چې د ليږد راليږد په برخه كې د ستونزو د حل او آسانتياوو د برابرولو په موخه جوړيږي.
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پاليسۍ او پلان جوړونې رييس جار الله منصوري وايي، چې:
له ايراني چارواكو سره د شوې هوكړې له مخې به له دې وروسته په هرو دوه ميشتو كې يوه ناسته جوړيږي او ځينې هغه ستونزې له منځه ځي، چې په دواړو هېوادونو كې سوداگر ورسره مخ ول.
د ايران د لارو او ښارجوړوني وزارت مرستيال شهريار افندي وايي:
له دې وروسته به د ليږد راليږد چارې چټكې، موټر چلوونكيو او سوداگرو ته به ويزې وركول كيږي او لگښتونه به هم لږ شي .
دا په داسي حال كې ده، چې افغان سوداگرو هروخت په بهرنيو هېوادونو او په ځانگړي توگه ايران او پاكستان كې د خپلو سوداگريزو توكو د ليږدولو پر مخ د لارو د بنديدو له كبله له ستونزو سره مخ وي . له دې كار سره له يوې خوا سوداگر مالي زيان مومي او له بلې خوا د سوداگريزو توكو بيې لوړيږي .
سیمه ییز خبرونه
د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوهیم پړاو به د سېشنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه ورکړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د اسلامي امارت سفير د ابوظبۍ د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره وکتل
په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير بدرالدين حقاني په ابوظبۍ کې د اتحاد ملي هوايي شرکت له پلاوي سره، چې مشري يې راحيل صديق کوله؛ ليدنه وکړه.
په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اتحاد شرکت مسوولانو ويلي؛ دا شرکت اوس د نړۍ ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ټينګار يې کړی، چې د کابل– ابوظبۍ الوتنو پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا تر څنګ، له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پراختيا کې هم اغېزمن رول ولوبوي.
ویل کیږي، چې بدرالدين حقاني د دغو الوتنو له پيل هرکلی وکړ او د مسافرو لپاره يې د هر اړخيزو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د ټکټونو د بيو او د سفر اړوند لګښتونو د کمولو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه5 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه2 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
سوداگري22 hours agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
لوبی22 hours agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي

