تازه خبرونه

افغانستان او بنګله‌دېش د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۹, ۱۴۰۵

د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف د بنګله‌دېش له یو شمېر دیني عالمانو، سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر ښه‌والي او د پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

د اقتصاد وزیر د بنګله‌دېش د پلاوي له سفر هرکلی کړی او په بېلابېلو برخو( کرنې، کانونو، صنعتونو، انرژۍ، کورنیو تولیداتو، ترانزیټ او سوداګرۍ) کې یې د پانګونې پر فرصتونو او لاسته‌راوړنو خبرې وکړې.

نوموړي د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ پراختیا او د بهرنیو پانګونو راجلبول د افغانستان د اقتصاد‌محوره تګلارې له مهمو برخو وبلل.

د اقتصاد وزیر زیاته کړې، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا به په منځنۍ او اوږده موده کې د سوداګرۍ له زیاتوالي، د پانګونې ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدا، د کورنیو تولیداتو زیاتوالي او د افغانستان د صادراتو پراختیا سره مرسته وکړي.

په دې لیدنه کې د بنګله‌دېش له سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو جوړ پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړه او له اقتصاد وزارت سره یې د همکاریو او پانګونې د برخو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

Trending

Exit mobile version