تازه خبرونه

افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ اړوند درې هوکړه ليکونه لاسلیک کړل

د محمد اشرف حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درې پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک او چارې پيل شي.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده پر مشرۍ یو تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا لپاره سفر کړی دی.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند ویلي؛ په دې سفر کې « د ۷ ميليون امريکايي ډالرو پر ارزښت يو تفاهم ليک، د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د آقينې–اندخوی د پاتې ۱۰کیلومټره اوسپنې پټلۍ بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه هوکړه ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره لاسلیک شول.»

د محمد اشرف حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درې پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک او چارې پيل شي.

ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې؛ افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ د شبکې رغول، نښلول او معياري کول پر لوړه کچه لومړيتوب لري او هڅه کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه دوه اړخيزې همکارۍ راجلب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال ايران، ازبکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پراختيا لپاره سفرونه ترسره کړي دي.

Trending

Exit mobile version