سوداگري

افغانستان او ترکیې د غالیو په اړه پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار څرګند کړ

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې د استازو په شتون کې ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان لپاره د ملي سمبول او ارزښتناکه صادراتي توکو په توګه د غالیو صنعت پر اړتیا او ارزښت ټینګار وکړ.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي د ترکیې د غالیو ټولنې له مشر احمد دیلر او مل پلاوي سره په لیدنه کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا او د ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته د افغان غالیو د صادراتو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې د استازو په شتون کې ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان لپاره د ملي سمبول او ارزښتناکه صادراتي توکو په توګه د غالیو صنعت پر اړتیا او ارزښت ټینګار وکړ.

احمد دیلر د افغان غالیو د کیفیت د ستاینې ترڅنګ پر ترکي غالیو یې اغېر ګټور وګاڼه او زیاتوي، چې ” د ترکي غالیو ټولنه، چې شاوخوا ۵۰۰ غړي لري؛ د افغان غالیو له سکټور ملاتړ کوي او پانګونې هڅولو ته چمتو ده.”

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ټینګار وکړ، چې افغان غالۍ غوره کیفیت او ملي حیثیت لري.

نوموړي زیاته کړې؛: “د دواړو هېوادونو د اړوند ټولنو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د ترکیې حکومت لخوا پر افغان غالیو د مالیاتو له کمولو سره اروپايي هېوادونو ته د دې محصول صادرولو ته لار اواره شي او دواړو هېوادونو ته به ګټه ورسوي.”

نورالدین عزیزي زیاته کړې: “افغانستان چمتو دی، چې د ګډ بازار موندنې، ګډواعلاناتو، اوبپاڼو او نندارتونونو پر جوړولو، کلتوري پراختیا او سوداګریزو سفرونو په برخو کې فعاله همکاري وکړي.”

هغه د غالیو تولیدونکو هېوادونو، په ځانګړي توګه د افغانستان، ترکیې او ترکمنستان ترمنځ د ګډ پروګرام د پیل غوښتنه وکړه، چې د غالیو خپلواک وزارت لري، چې په نړیواله کچه د غالیو کارولو کلتور ته وده ورکړي.

د دې ناستې په پای کې د افغانستان او ترکیې دواړو ټولنو کابل ته د ترکي غالیو ټولنې د مشر د سفر پر مهال د ګډو فعالیتونو او همکارۍ د پراختیا په اړه د هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یادونې ده، چې د ترکي پلاوي سفر د افغان غالیو جوړونکو او صادرونکو ټولنې پر رسمي بلنه ترسره شو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کلتوري اړیکو پیاوړتیا ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version