تازه خبرونه

افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۲, ۱۴۰۱)

نن پنجشنبه د مرغومي ۲۲ په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په باب هراړخیزې خبرې وکړې.

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او له روسي لوري يې مننه وکړه، چې په مسکو کې یې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څرګنده کړې؛ افغان حکومت لیواله دی، چې په مسکو کې خپل دیپلوماتیک حضور پراخ او کچه یې هم لوړه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزه راکړه ورکړه هم خبرې وکړې او له روسي لوري يې وغوښتل، چې دواړه هېوادونه پر هغو لارو چارو کار وکړي، چې دوه اړخیزې سوداګرۍ ته وده ورکوي.

متقي له روسیې څخه د نفتو، ګازو او غنمو پر واردولو هم بحث وکړ او له روسي پلاوي څخه یې وغوښتل چې د ګمرکي تعرفې په برخه کې له افغانستان سره ځانګړی چلن وشي.

د روسیې ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پرونۍ پېښې له کبله د خپل هېواد او خلکو خواخوږي څرګنده کړه او وایي؛ دښمنان هڅه کوي، چې افغانستان ناامنه وي.

کابلوف وایي، روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر پر افغانستان نیوکې او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.

کابلوف زیاته کړې، چې روسیه نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دواړه هېوادونه باید پدې اړه ګډې هڅې وکړي.

د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي څرګنده کړې؛ هېواد به یې په ګڼو برخو کې له افغانستان سره خپل دوه اړخیزې همکارۍ روانې وساتي.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي؛ افغانستان د پاکستان، منځنۍ آسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې ګټور رول لوبولی شي.

Trending

Exit mobile version