لوبی

افغانستان او سریلانکا نن د آسیا جام سیالیو په دوه یم پړاو کې لومړنۍ لوبه کوي

Published

on

افغانستان نن شنبه د وږي۱۲ په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام د ۴ غوره لوبډلو د سیالیو لومړۍ لوبه د سریلانکا له لوبډلې سره کوي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۶:۳۰ د شارجې په لوبغالي کې پیل کیږي.

افغانستان په لومړي پړاو کې بریالی شوی و، چې له سریلانکا څخه لوبه آسانه وګټي.

افغانستان په دوه یم پړاو کې دوه یمه لوبه له پاکستان سره لري او د همدې پړاو درېیمه لوبه له هند سره تر سره کړي.

د یادونې ده، چې د آسیا جام د سیالیو وروستۍ لوبه د سپتمبر پر یوولسمه پای ته رسیږي او څو میاشتې وروسته به په آسترالیا کې د شل آوریز نړیوال جام لوبې پیل شي.

Trending

Exit mobile version