Connect with us

سوداگري

افغانستان او قرغیزستان يو ميليارډ ډالرو ته د سوداګرۍ پر رسولو ټينګار وکړ

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

خپور شوی

د

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال  تورسنکلوف سره د دغه هېواد د سفیر توردکان صدیقوف په شتون کې ولیدل.

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان او قرغزستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل او څرګندوي، چې ګډو کلتوري ارزښتونو دواړه بلوري نور هم سره نږدې کړي دي.

تورسنکلوف د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره قرغزستان ته سفر وکړي.

دغه راز دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ له زیاتېدا خوښي ښودلې او یو میلیارډ ډالرو ته یې د سوداګررۍ پر رسولو ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې عزیزی د قرغیزستان د ودانیزو پروژو په اړه د نغوتې پر مهال وویل؛ په دغه هېواد کې دې د افغانستان د لویو ودانیزو شرکتونو او بشري سرچینو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.

سوداگري

اسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ

عبدالسلام حنفي په کابل کې د مالیې وزارت خبري ناستې ته ویلي، چې د دغه فرمان له مخې د حکمي اشخاصو، حقیقي اشخاصو، د ملکیتونو د لېږد او نفتي توکو په برخو کې مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.

Published

on

اسلامي امارت یو ځل بیا مالیه ورکوونکو ته د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړی دی. د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې دا تخفیف د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ په څلورو مالیاتي برخو کې پلي کېدا ته وړاندې شوی دی. نوموړي د مالیې له راټولوونکو غوښتي، چې د مالیې د راټولولو پر مهال له مالیه ورکوونکو سره د اسلامي اصولو له مخې ښه چلند وکړي.

عبدالسلام حنفي په کابل کې د مالیې وزارت خبري ناستې ته ویلي، چې د دغه فرمان له مخې د حکمي اشخاصو، حقیقي اشخاصو، د ملکیتونو د لېږد او نفتي توکو په برخو کې مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.

دغه راز د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ویلي، چې د مالیه ورکوونکو ستونزو او ننګونو ته به رسېدنه وشي.

هغه ټینګار کړی، چې د مالیاتو عواید به د هېواد د اقتصادي پراختیا او د عامه پروګرامونو د پلي کولو لپاره ولګول شي.

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې له دې تخفیف موخه د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا ده. نوموړي له مالیه ورکوونکو غوښتي، چې خپلې اقتصادي چارې رڼې ترسره کړي او زیاتوي؛ له پاکستان سره د راکړې ورکړې له درېدا وروسته د درملو او طبي تجهیزاتو ۱۰۰ تولیدي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړ شوي دي.

له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو ویلي، چې د مالیې کمښت به پر اقتصادي فعالانو مالي فشار راکم او د پانګونې لپاره به مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د دغې خونې رییس، سید کریم هاشمي، ویلي، چې دا هڅه به د پانګه‌والو د ملاتړ ترڅنګ د هېواد د اقتصاد د ودې او ښه‌والي لامل هم شي.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی، چې نوي پانګه‌وال به تر پېنځه کلونو پورې له مالیې ورکولو معاف وي.

ویل کیږي، چې افغانستان اوس‌مهال د ۳۰۰ ډوله توکو په تولید کې ځان‌بساینې ته رسېدلی دی.

Continue Reading

سوداگري

روسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.

Published

on

روسي لوري په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن ته د استراخان په «شمال ـ سویل» نړیوال ټرانسپورټي دهلېز په فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او د افغانستان پر فعال ګډون یې ټینګار کړی دی.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.

په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ټرانسپورټ او لوژسټیک په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو په سیمه‌ییزو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د افغانستان پر فعال ګډون او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

سوداگري

د برښنا پېنځه کلن پراختیايي پلان تصویب او د کورنیو سرچینو پر کارولو ټینګار وشو

په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

Published

on

د برښنا انرژۍ هغه پېنځه کلن پراختیايي پلان، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون له لوري تائید شوی و، د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده له لوري منظور شوی دی.

په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

د دغو پروژو له بشپړېدا سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برښنا به اتکا هم راکمه شي.

د دغه پلان پلي کېدا به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې د انرژۍ سکټور ونډه نوره هم اغېزمنه کړي او د ځان‌بسیاینې او انرژۍ خوندیتوب پر بنسټ د ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117