سوداگري

افغانستان او قزاقستان د ۱۳۳ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغو هوکړه لیکونو پر بنسټ نږدې ۶۰۰ زره ټنه خوراکي خام توکي، چې اوړه، غنم او غوړي لرونکي تخمونه لکه زغر او سویابین دي؛ د قزاقستان له جمهوریت څخه ېرودل کیږي او افغانستان ته واردیږي.

Published

on

د قزاقستان د خوراکي توکو د ملي قرارداد شرکت او د افغانستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ غونډه په کابل کې د دواړو هېوادونو د چارواکو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې له ۱۳۳ میلیون ډالرو څخه زیات سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغو هوکړه لیکونو پر بنسټ نږدې ۶۰۰ زره ټنه خوراکي خام توکي، چې اوړه، غنم او غوړي لرونکي تخمونه لکه زغر او سویابین دي؛ د قزاقستان له جمهوریت څخه ېرودل کیږي او افغانستان ته واردیږي.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ په برخه کې لوی اقتصادي او بشپړونکي ظرفیت لري.

هغه دا ټینګار هم کړی؛ دا وزارت هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه او په دې لار کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ډېرو آسانتیاوو برابرولو لپاره اړینه زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا غونډه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلې سوداګرۍ پراختیا او د ګډې پانګونې لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو پر لوري یو عملي او مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغو هوکړه لیکونو له لاسلیک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په برخه کې یوه نوې پاڼه پرانیستل شوې، چې د اقتصادي هوساینې او دوامداره ودې په پرمختیا کې به اړین رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version