تازه خبرونه
افغانستان او هند به د اقتصادي تبادلو د ودې لپاره سوداګریزې اتشې وټاکي
دا پرېکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر جیټن پراساډ ترمنځ په نوې ډیلي کې وروستۍ شوې ده.
د افغانستان او هند چارواکو هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه به په کابل او نوي ډیلي کې د یو بل په سفارتونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره ځانګړې سوداګریزې اتشې وټاکي.
دا پرېکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر جیټن پراساډ ترمنځ په نوې ډیلي کې وروستۍ شوې ده.
د هند بهرنیو چارو وزیر ام آنند پراکاش د جمعې پر ورځ وویل: د سوداګرۍ له وزیر سره د پرون په غونډه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه؛ د یو بل په سفارتونو کې به سوداګریزې اتشې وټاکي، چې له دوه اړخیزه سوداګریزې همکارۍ څارنه او ملاتړ وکړي. افغان وزیر به ډېر ژر خپله سوداګریزه اتشه نوي ډیلي ته معرفي کړي.
هغه وویل، چې نوي ډیلي د هوايي کارګو دهلیز د ډیلي- کابل او کابل- امرتسر له لارې بیا فعال کړي او د کارګو الوتنې به ډېر ژر پیل شي. دا یوه داسې کړنه ده، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ وده وکړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې څو ورځې مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه، چې د ” لارو د پرلهپسې تړلو” او “سیاسي ناوړه ګټه اخیستنې” له کبله دې په درې میاشتو کې له پاکستان سره سوداګري راکمه کړي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ هند او افغانستان هوکړه کړې، چې د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په سکټورونو کې ګډ کاري ګروپونه بیا فعال کړي. له دې کار موخه دا ده، چې د چابهار بندر لار بشپړه فعاله، ګمرکي پیچلتیاوې کمې، بانکي پروسیجرونه آسانه او د سوداګرۍ حجم له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د ۱.۸ میلیارد ډالرو څخه ډېر لوړ شي.
په دې ناسته کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د سوداګریزو ویزو د صادرولو د بهیر پر چټکتیا، له چابهار بندر څخه د کښتیو د بار وړلو د کرښو منظم پیل، په نیمروز کې د وچو بندرونو جوړولو او له نهاوا شیوا بندر څخه د وارداتو او صادراتو پر آسانتیاوو ټینګار شړوی دی.
دغه راز هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه به د درملو، سړو خونو، د میوو پروسس، په صنعتي پارکونو، د کوچنیو او منځنیو تشبثي مرکزونو او صادراتي زونونو کې ګډې پانګونې وهڅوي. وزیر عزیزي په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو، سوداګریزو غونډو او سکټوري کنفرانسونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
هندي چارواکو دا ډاډ هم ورکړی؛ دوی به په بېړني ډول بانکي اړیکې، هوايي دهلیزونه او د ټرانسپورټ بهیر پیاوړې کړي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته نوې ساه ورکړي.
نورالدین عزیزي د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ نوي ډیلي ته پېنځه ورځنی سفر کړی دی.
تازه خبرونه
ټرمپ د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د فرانسې د روان تاوتریخوالي پړه پر کډوالو واچوله
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د کانزاس ایالت په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې فرانسه د« کډوالو، جهادیانو او کمونیستانو لهخوا نیول کېږي، لوټل کېږي او په بشپړه توګه سوځول کېږي».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو ته د نغوتې پر مهال، د کډوالۍ په اړه له سختو تګلارو څخه د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي. نوموړی د نومبر درېیمې منځمهالو ټاکنو ته په درشل کې هڅه کوي، چې د جمهوريپال ګوند ملاتړ زیات کړي؛ خو نظرپوښتنې ښيي، چې دغه ګوند له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دی.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د کانزاس ایالت په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې فرانسه د« کډوالو، جهادیانو او کمونیستانو لهخوا نیول کېږي، لوټل کېږي او په بشپړه توګه سوځول کېږي».
هغه زیاته کړې، اداره به یې په امریکا کې د ورته پېښو د رامنځته کېدا اجازه ورنهکړي.
ټرمپ له دې مخکې هم د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د خبرو یادونه کړې وه او ادعا یې کړې، چې فرانسې ته د ګڼشمېر کډوالو د ورتګ اجازه ورکول یوه تېروتنه وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، پاریس به ډېر ژر« یو مسلمان ښار» شي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ په« ټروت سوشیل» پاڼه کې هم له فرانسې غوښتي، چې خپلې پولې وتړي.
هغه ادعا کړې، چې کډوالو د دغه هېواد واک تر لاسه کړی دی.
د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا په غبرګون کې د تېرې اوونۍ له پای راپدېخوا د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه وشول، چې ځینې یې پره لوټمارۍ او له پولیسو سره پر نښتو واوښتل.
فرانسوي چارواکو د دوشنبې پر ورځ د ناارامیو د مهارولو لپاره په ځینو سیمو کې د شپې ګرځبندیزونه ولګول.
ټرمپ له دغو پېښو څخه د کډوالۍ د محدودوونکو تګلارو د ملاتړ لپاره کار اخلي، چې په ۲۰۲۴ز.کال کې یې سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدا په بریا کې مرسته کړې وه.
شنونکو ويلي؛ د ټرمپ څرګندونې ښيي، چې غواړي په اروپا کې روانې پېښې د امریکا لپاره د خپل ټاکنیز کمپاین پر موضوع بدلې کړي.
د جرمني مارشال صندوق لوړپوړي څېړونکي جيسي لینټزنیچ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:« هغوی د فرانسې دغه کړکېچ پر ټاکنیز بحث بدلوي.»
اروپا د امریکا د ټاکنو د بحث برخه ګرځي
د نومبر د درېیمې د ټاکنو په درشل کې نظرپوښتنې ښیي، چې د ډیموکراټ ګوند د بریا د احتمال له زیاتېدا سره؛ ټرمپ او متحدینو یې د جمهوريپال ګوند او د« امریکا بیا ستره کړئ (MAGA) » غورځنګ پر ملاتړ د رایورکوونکو د راټولولو هڅې زیاتې کړې دي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د امریکا بهرني سیاست استاد جسټین ویس وايي؛ اروپا له ډېرې مودې راپدېخوا د امریکا د سیاسي بحثونو؛ «امریکا بیا ستره کړئ» غورځنګ یوه برخه ده.
د ټرمپ مرستیال جيډي ونس هم د شنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې.
هغه ولیکل، چې لویدیځ لیبرالانو« درېیمه نړۍ فرانسې ته راوړې ده» خو د کلتوري ادغام او کلتوري ورتهوالي موضوعاتو ته یې پام نهدی کړی.
اقتصاد اوس هم د رایورکوونکو اصلي اندېښنه ده
د پیو څېړنیز مرکز په یوه تازه نظرپوښتنه کې، چې روانه میاشت خپره شوې؛ موندل شوې، چې د امریکا ۸۲ سلنه رایورکوونکو د رای ورکولو پر مهال اقتصاد مهم بللی. په داسې حال کې، چې ۵۹ سلنه د کډوالۍ او ۳۶ سلنه د نژاد اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړی دی.
که څه هم ټرمپ د کډوالۍ پر وړاندې هغه سخت اقدامات پیل کړي، چې د ۲۰۲۴ز.کال په ټاکنیز کمپاین کې یې ژمنه کړې وه؛ خو د انفلاسیون د کمولو په برخه کې یې خپلې ژمنې پوره کړې نهدي.
د راپور له مخې، د نوموړي تعرفوي تګلارو او له ایران سره جګړې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د بیو لوړېدا ته لمن وهلې ده.
دغه راز د ټرمپ د کاري تائید کچه هم تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوې ده.
ویس استدلال کوي، چې د امریکا له کلتوري او هویتي بحثونو سره د فرانسې د ناآرامیو تړل ښايي جمهوريپال ګوند ته نوې رایې ورنهکړي؛ خو د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا موضوع د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د ټرمپ د اوسنیو پلویانو د هڅولو لپاره کارېدلی شي.
تازه خبرونه
بریټانیا د افغانستان په جګړه کې د ناټو د ونډې په اړه د هګسټ څرګندونې ناسمې وبللې
د بریټانیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د دې هېواد او د ناټو د ځواکونو ونډه کره او مستنده ده او د جګړې پر مهال د زرګونو بریټانیایي کورنیو او د دغه هېواد د متحدانو کورنیو سرښندنې کړې دي.
د بریټانیا حکومت د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ پر څرګندونو نیوکه کړې، چې د افغانستان په جنګ کې یې د ناټو د متحدانو ونډه کمه ښودلې وه. د بریټانیا حکومت ویلي، چې د هګسټ څرګندونې د بریټانیا او نورو متحدانو د سرتېرو سرښندنې له پامه غورځوي.
د بریټانیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د دې هېواد او د ناټو د ځواکونو ونډه کره او مستنده ده او د جګړې پر مهال د زرګونو بریټانیایي کورنیو او د دغه هېواد د متحدانو کورنیو سرښندنې کړې دي.
د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند ویلي:« د دغو سرتېرو او د ناټو د نورو ځواکونو سرښندنې د ګډ امنیت د ټینګښت او زمونږ پر یوه متحد د برید په غبرګون کې شوې وې.»
هغه زیاته کړې، چې د دغو ځواکونو د ونډې کم ښودل ناسم کار دی.
د بریټانیا حکومت یادونه کړې، چې په افغانستان کې یې له ۴۵۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ټینګار یې کړی، چې د هغوی خدمتونه او سرښندنې به هېڅکله هېرې نهشي.
هګسټ، چې په افغانستان کې یې د مینهسوټا ایالت د ملي ګارد روزنې دنده لرلې؛ د شنبې پر ورځ په یوه وینا کې دا څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي؛ سره له دې، چې په کابل کې د ناټو پر مشرۍ د ائتلاف په مرکزي دفتر کې د ۵۰ هېوادونو استازي حاضر ول، خو یوازې د لږ شمېر هېوادونو ځواکونو د افغانستان په جنګ کې ونډه لرله.
د افغانستان د جګړې پر مهال نږدې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وه. د نورو هېوادونو ۳۰ سرتېري هم په دې جګړه کې وژل شوي، چې ۴۵۷ بریټانیایي سرتېري وه.
د روان کال په جنوري کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جګړې له لومړۍ کرښې واټن ساتلی و. د بریټانیا هغه مهالني لومړي وزیر کېیر سټارمر دغه څرګندونې« سپکوونکې او ټکان ورکوونکې» بللې وې او د بښنې غوښتنه یې کړې وه.
تازه خبرونه
ایران او روسیه د کابل او اسلامآباد د کړکېچ په کمولو کې ګډ نظر لري – عباس عراقچي
عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، چې تهران او مسکو د افغانستان د مسئلو، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډ نظر لري.
عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.
له دې مخکې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوروف ویلي وه، چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کوي.
خوروف زیاته کړې وه، چې د روسیې کورنیو چارو وزیر ولادمیر کولوکولتسوف اسلامآباد ته د سفر پر مهال د افغانستان موضوع هم څېړلې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی و.
هغه ویلي، چې د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدا د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو پر لوري د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.
دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د امریکا بندیزونه هم خنډ بللي دي.
خوروف ویلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ هوارېدا به د ټولې سیمې پر ګټه وي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې د ډیورنډ کرښې لارې به ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.
-
سوداگري2 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري1 day agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تحول3 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه2 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
نړۍ1 day agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
نړۍ2 days agoپه فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
