سوداگري
افغانستان او پاکستان د یوه نوي سوداګریز دهلیز پر پرانیستلو غور کوي
د ايکسپريس تريبيون خبري آژانس د راپور له مخې؛ شونې ده، چې د پاکستان او افغانستان اړوند چارواکي د سوداګریزې ودې او پراختیا لپاره پر ځمکني هوايي دهلېز پرانیستلو هوکړه وکړي.
دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د اپتا ترانزیتي سوداګرۍ ته د دې بڼې د ورزیاتولو وړاندیز کړی دی.
د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډې ته په وروستي ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د ۲۰۱۰ اپتا ترانزیتي تړون له هوا څخه ځمکې ته څو سوداګريزې بڼې تر پوښښ لاندې نه راولي.
په هر حال د اپتا ۲۰۲۱ رغول شوې هوکړه به دا تر پوښښ لاندې راولي؛ خو تر اوسه لاسلیک شوی نه دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت کابل ته د بشردوستانه مرستو د پرلپسې رسولو د آسانتیا لپاره د اسلام آباد له هوايي ډګر څخه هوايي لېږد تر سره کړی او هم یې د تورخم او غلام خان بندر له لارې د بار وړونکیو موټرو د لېږد لپاره له کابینې څخه د تصویب غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د عوایدو فدرالي بورد د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز وکړ، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان د وارداتو او د پاکستان د نړیوالو هوایي ډګرونو له لارې د صادراتو لپاره د څو بڼو هوایي دهلیز اجازه ورکړي.
ایکسپریس تریبیون ویلي، چې د دغه دهلیز پرانیستل به د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي.