تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان په دوحه کې پر بېړني اوربند هوکړه وکړه

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د خبرو اترو په بهیر کې، دواړو خواوو پر بېړني اوربند او د دواړو لوریو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وکړه.”

Published

on

د تلې پر شپږویشتمه / د اوکټوبر پر اته‌لسمه په دوحه کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د خبرو اترو له بل پړاو وروسته، چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شو؛ دواړه لوریو پر بېړني اوربند هوکړه وکړه.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د خبرو اترو په بهیر کې، دواړو خواوو پر بېړني اوربند او د دواړو لوریو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وکړه.”

دا هوکړه د افغانستان د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصفاو د قطر او ترکیې استازو لاسلیک کړه.

د دواړو حکومتونو پلاويو هوکړه وکړه، چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند د پایښت او بشپړ تطبیق ډاډمن کولو لپاره نورې مشورې هم وکړي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر او ترکیې له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: “مونږ دې هوکړې ته د رسېدو لپاره د وروڼو هېوادونو( قطر او ترکیې) له هڅو ستاینه کوو. د هوکړه له مخې؛ دواړو خواوو سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.”

هغه زیاته کړې؛ دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل کولو ته ژمن دي او پر جامع او معنا لرونکي اوربند یې هوکړه کړې ده.

مجاهد همدارنګه ټینګار کړی، چې هیڅ هېواد به د بل پر وړاندې دښمنانه اقدامات ونکړي؛ د پاکستان د حکومت پر وړاندې د فعالیت کوونکو ډلو ملاتړ به ونکړي او د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو یا تاسیساتو به برید ونکړي.

دا تړون کولی شي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سولې، ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ د نوي پړاو پیل وي.

Trending

Exit mobile version