سوداگري

افغانستان او ګاونډ هېوادونو ته د قزاقستان د غنمو صادرات ډېر شول

د قزاقستان د اوسپنې‌پټلۍ  شرکت (Kazakhstan Temir Zholy – KTZ) د معلوماتو پر بنسټ، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي؛ قزاقستان د ۲۰۲۵ ز.کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ډسمبر تر نولسمې پورې په ټولیزه توګه ۳.۹ میلیون ټُنه غم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا شمېر د تېر کال د ورته وخت د ۳.۴ میلیون ټُنو پر پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

Published

on

قزاقستان چارواکو ویلي؛ هېواد یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د خپلو غنمو صادرات زیات کړي دي.

د قزاقستان د اوسپنې‌پټلۍ  شرکت (Kazakhstan Temir Zholy – KTZ) د معلوماتو پر بنسټ، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي؛ قزاقستان د ۲۰۲۵ ز.کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ډسمبر تر نولسمې پورې په ټولیزه توګه ۳.۹ میلیون ټُنه غم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا شمېر د تېر کال د ورته وخت د ۳.۴ میلیون ټُنو پر پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

تر ټولو ډېر زیاتوالی په مهمو صادراتي لارو کې ثبت شوی دی.

ازبکستان ته د غنمو صادرات ۳۵ سلنه زیات شوي او له ۱.۳۱۵ میلیون ټُنو څخه ۱.۷۷۴ میلیون ټُنو ته رسېدلي دي.

همدارنګه، قرغیزستان ته صادرات دوه برابره شوي او له ۵۹ زره ټُنو څخه ۱۲۲ زره ټُنو ته لوړ شوي دي.

افغانستان ته هم د غنمو صادرات ۳۶.۸ سلنه زیات شوي او له ۱۹۰ زره ټُنو څخه ۲۶۰ زره ټُنو ته رسېدلي دي.

د قزاقستان کرنې وزارت وایي، د تازه راټولو شویو حاصلاتو د صادراتو زیاتوالی د دې هېواد په دودیزو بازارونو کې د لوړې تقاضا پایله ده؛ هغه تقاضا، چې د غنمو د صادراتو له پرله‌پسې ودې څخه ملاتړ کوي.

دغه راز د قزاقستان د کرنې وزیر آیداربیک ساپاروف د ډسمبر پر څلیریشتمه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د دې هېواد د غنمو د صادراتو ټولیز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیون ټُنه اټکل شوی او دا مهال د قزاقستان غنم د نړۍ ۴۵ هېوادونو ته صادریږي.

د ساپاروف د څرګندونو له مخې؛ د غنمو فعاله صادرات د قزاقستان د کورني بازار د ثبات لپاره مهم رول لري، ځکه دا هېواد د خپلې کورنۍ اړتیا پر پرتله دوه تر درې برابره زیات غنم تولیدوي او د اضافي محصول صادرول کولی شي په کورني بازار کې پر بیو فشار راکم کړي.

رسمي څرګندونې ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې څخه تر اوکټوبر پورې د قزاقستان د ټولیزې سوداګرۍ کچه ۱۱۶.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د ورته مودې پر پرتله ۰.۷ سلنه کموالی ښيي. د دې هېواد صادرات ۶۴.۶ میلیارډ ډالرو ته راکم شوي؛ خو واردات بیا له ۴.۷ سلنه زیاتوالي سره ۵۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version