لوبی
افغانستان ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په لړۍ کې یو پر صفر مخکې شو
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې ده.
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې پر ۹۲ منډو زړهراکښونکې بریا خپله کړه او د لوبو په دې لړۍ کې یو پر صفر مخکې شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې ده.
افغانستان د جمعې په لوبه کې د ۸ ویکټو پر له تر لاسه ورکولو او ۴۷ آورونو لوبولو ۲۹۹ منډې جوړې کړې؛ راشد خان د افغانستان لپاره په توپاچونه کې تر ټولو ښه وځلېد او د ۳۴ منډو په بدل کې یې ۶ ویکټې واخیستې او ابراهیم ځدراڼ ۸۴ منډې وکړې.
دا درېیم ځل دی، چې راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې ۶ وېکټې اخلي.
راشد خان لومړی انډي بالبرني او هري ټکټر وسوځول او وروسته یې د ایرلینډ د وروستیو اووه ویکټو له ډلې څلور نورې هم واخیستې.
ایرلینډ، چې د بریا لپاره یې ۳۰۰ منډو ته اړتیا لرله؛ په ۴۷ آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۲۰۷ منډې وکړې.
ایرلینډ په پیل کې د بریا ښه چانس درلود. دې لوبډلې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو ۱۴۴ منډې کړې وې او د بریا لپاره یې له ۱۳۷ توپونو څخه ۱۵۶ منډو ته اړتیا لرله.
په دې لوبه کې صدیقالله اتل لورکان ټکر په رناوت وسوځاوه، د ایرلینډ حالت بدل شو او دې لوبډلې په چټکۍ خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه به د دوشنبې پر ورځ د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.
دا لوبه هم له آریانا ټلوېزیون څخه پخپل وخت خپرېږي.