تازه خبرونه
افغانستان باید د منځنۍ آسیا د بدلونونو په څنډه کې نه، په زړه کې وي – واخابوف
واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.
د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس جاولون واخابوف ویلي، چې افغانستان باید د سیمې یو څنډنی هېواد ونه ګڼل شي، بلکې د منځنۍ آسیا د سیمهییزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه ونډه ولري.
واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.
دا غونډه د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت؛ د منځنۍ آسیا د هېوادونو، آذربایجان او افغانستان د فکري مرکزونو د رییسانو، کارپوهانو، دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.
جاولون واخابوف، چې په تاشکند کې د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ مشري کوي ویلي، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي بیا رغونه د منځنۍ آسیا له راتلونکي سره تړاو لري او افغانستان باید په سیمهییزو بهیرونو کې د شریک او پرېکړهکوونکي رول ولوبوي.
هغه زیاته کړې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ، د ټاپي د ګازو نللیکه، د ټاپ برښنا لېږد پروژه او کاسا-۱۰۰۰ هغه مهمې سیمهییزې پروژې دي، چې افغانستان کولی شي د ټرانزیټي لارې له رول څخه د سیمې په تولید، صنعت او اقتصاد کې پر فعال لوبغاړي بدل کړي.
د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس د افغانستان په ګډون د اوبو او اقلیم په برخه کې د همکاریو لپاره د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د قوشتېپې کانال په اړه خبرې، د منظمو تخنیکي غونډو جوړول، د معلوماتو تبادله، ګډه څارنه، د طبیعي یخچالونو څېړنه او د ژر خبرتیا سیسټمونو رامنځته کول به د راتلونکو همکاریو له مهمو موضوعاتو څخه وي.