تازه خبرونه
افغانستان باید له نړیوالې ټولنې منزوي نهشي – چین
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين د چارشنبې پر ورځ ( د غویی شلمه) ويلي: چين د افغانستان د يوه پخواني ګاونډ په توګه په دې باور دی، چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې منزوي نهشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین په یوه خبري ناسته کې د درې اړخيزې غونډې د ګډې اعلاميې ستاينه وکړه او وایي، چې دغه سند د چين او افغانستان د اړيکو د راتلونکي پرمختګ او د امنيتي همکاريو د پياوړتيا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر مهم دی.
وانګ ونبین وایي: چین د افغانستان د دودیز ګاونډي په توګه پهدې باور دی، چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې نه ګوښه نهشي. د افغانانو هوساینه او ګټې د پاملرنې وړ دي. د سولې، بیارغونې او د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتنې له بهیر څخه باید ملاتړ وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وایي: نړیواله ټولنه اوس هم د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه ډېرې اندېښنې او هیلې لري. هیله ده افغان لوري به کورني او بهرني سیاستونه اعتدالي کړي او د ښځو د حقونو په ساتنه کې به ستر پرمختګ وکړي او د ترهګرو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي، چې د هغې پایلې ولیدل شي. مونږ هیله لرو، چې د افغانستان سرپرست حکومت به غښتلي ګامونه پورته کړي او د نړیوالې ټولنې د باور د ګټلو لپاره به عملي هڅې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د افغانستان د سولې او بیارغونې بهیر باید غښتلی شي او د دغه هېواد حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې ټولې خواوې باید د افغانستان د بهرنیو اړیکو، امنیتي همکاریو د پراختیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي.