لوبی
افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي
دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.
د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
لوبی
سویلي افریقا افغانستان ته له دوهیم سوپر آور وروسته ماتې ورکړه
دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
سویلي افریقا د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې دوهویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه) په احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام د تاریخي سیالۍ پر مهال افغانستان ته له دوهیم سوپر آور وروسته د ۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
سویلي افریقا هم په وروستي حساس آور کې دې هدف ته ورسېده او لوبه دوهیم تاریخي سوپر آور ته وغځېده.
په پرېکړهکوونکي سوپر آور کې سویلي افریقا پر سړه سینه د لوبې بریا خپله کړه او د دې سیالیو یوه نههېریدونکې پایله رامنځته شوه.
دې لوبې تر سخت فشار لاندې د سویلي افریقا د توپاچونې ژورتیا او په وروستیو آورونو کې د هغوی د پر زړهپورې توپاچونې ښکارندویي وکړه. په داسې حال کې، چې د افغانستان نه ستړې کېدونکې مبارزې د ۲۰۲۴ ز.کال پایلوبې ته رسېدلې لوبډله تر وروستي بریده ورسوله او د غم او زغم یوه زړهراکښونکې بېلګه یې وړاندې کړه.
لوبی
نیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په هغه لوبه کې، چې نن (یکشنبه د سلواغې نولسمه) د هند په چنای شار کې ترسره شوه؛ افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د شپږو ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ آوریز نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلینډ څخه د پېنځه ویکټو بر توپیر ماتې وخوړه.
په هغه لوبه کې، چې نن (یکشنبه د سلواغې نولسمه) د هند په چنای شار کې ترسره شوه؛ افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د شپږو ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
ګلبدین نایب په ۳۵ توپونو ۶۳ منډې وکړې.
نیوزیلینډ په ۱۷.۵ آورونو کې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو اړوند هدف پوره کړ.
افغانستان به د چارشنبې پر ورځ په خپله راتلونکې لوبه کې له سویلي افریقا سره مخ شي.
لوبی
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړهراکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.
د ۲۰۲۶ میلانو– کورټینا ژمنی المپیک، چې له ډېرې مودې راپدېخوا یې پرتمه وو؛ دا دی پیل شوې او د ژمنیو سپورټونو نړیواله لېوالتیا نندارچیانو ته وړاندې کوي. آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې ټولې دغه سیالۍ پر ځانګړې بڼه خپروي.
دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړهراکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.
دا رسنیز پوښښ د سپورټ مینهوالو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي؛ ځکه، چې د نړۍ له سترو سپورتي پېښو څخه یوې ته نږدې او بېپرې لاسرسی ډاډمنوي.
له چټکو سنوبورډینګ سیالیو نیولې تر لېوالتیا، هڅو او کلک هوډ پورې، چې غوره لوبغاړي یې په ګنګل او واورو کې نندارې ته وړاندې او په څو اوونیو کې د شور او الهام له لارې د نړیوال یووالي ژمنه کوي.
آریانا ټلویزیون ویلي؛ د دې سیالیو د انحصاري خپرونې موخه دا ده، چې نړیوال سپورټ افغان لیدونکو ته نور هم نږدې کړي او د لوبو له لومړیو شېبو څخه د سپورټي برترۍ او د المپیک روحیه ونمانځي.
په افغانستان کې د ژمنیو سپورټونو له مینهوال غوښتنه کیږي، چې د پنجشنبې پر شپه ټلویزیون ته کښېني؛ نه یوازې د ژمنیوالمپیک د لوبو د پیل لیدونکي شي، بلکې د سیالیو د لومړنیو مډالونو د ګټلو شاهدان هم وي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
تازه خبرونه4 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه5 days agoنن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان کندهار او مزارشریف ته دوه سرقونسلان غوره کړل
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه4 days agoهیڅوک د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی نشي – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه23 hours agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
