Connect with us

تازه خبرونه

د اسلام‌آباد وروستی برید د پاکستان د داعش‌روزنې پایله ده – ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد له “ایران راډیو” سره په یوه مرکه کې ویلي: “داعش د مار په څېر دښمن دی؛ که تاسې یې په خپل لسټوني کې وپالئ، نو تاسې به هم وچیچي.”

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په اسلام‌آباد کې د اهل تشیع پر جومات وروستی برید د پاکستان د “داعش‌روزنې” پالیسۍ پایله ده.

په دې برید کې، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ترسره شوی؛ ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۷۰ نور ټپیان دي.

ذبیح الله مجاهد له “ایران راډیو” سره په یوه مرکه کې ویلي: “داعش د مار په څېر دښمن دی؛ که تاسې یې په خپل لسټوني کې وپالئ، نو تاسې به هم وچیچي.”

د هغه په ​​وینا؛ د “پټو او استخباراتي” موخو لپاره د داعش ډلې د کارولو پالیسي به نه یوازې د پاکستان د خلکو پر زیان وي، بلکې د افغانستان د خلکو لپاره به هم منفي پایلې ولري.

دغه راز مجاهد یو ځل بیا له تحریک طالبان پاکستان (TTP) څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ادعا رد کړه او څرګندوي؛ هیڅ غیر مسوول وسلوال کس ته اجازه نشته، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د “وزیرستاني کډوالو” د بېرته ستنولو لپاره چمتووالی ښودلی و؛ خو پاکستان رد کړ او اسلامي امارت د پاکستان په غوښتنه، دوی ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو څخه نورو برخو ته ولېږدول.

ذبیح‌الله مجاهد دا هم روښانه کړې، چې د لارو تړلو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسولی؛ خو پاکستان د افغانستان پر پرتله ډېر زیان لیدلی دی.

هغه دا هم ویلي؛ دوی به تر هغه وخته اجازه ورنکړي، چې پاکستان د سیاسي وضعیت له کبله د لارې د نه بندولو  “تضمین” نه وي کړی.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې «سي‌اس‌ټي‌او» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډله‌ییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډله‌ییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!