لوبی
افغانستان بنګله دېش ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماته ورکړه
د بنګلهدېش لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۴۴ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.
افغانستان د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې له بنګله دېش سره د درې یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه د ۵ ویکټو پر توپیر وګټله.
د دې لوبلړ پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بنګلهدېش لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۴۴ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د لوبې په ۴۹ اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ.
په افغان لوبډله کې د رحمان الله ګوربز ۱۰۱ او عظمت الله عمرزي ۷۰ منډې برخلیک ټاکونکې وې. دې دواړو لوبغاړو له محمد نبي سره هم زړهراکښونکې ملګرتیا وکړه او افغان ملي لوبډله یې بریالۍ کړه؛ عمرزی د دې لوبې غوره لوبغاړی یاد شو او ګوربز خپله اتمه سلیزه جوړه کړه.
د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي افغانستان په ۹۲ منډو ګټلې؛ خو دوهيمه يې بيا د ۶۸ منډو پر توپير بايللې وه.
په لومړۍ لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپوهنه کړې وه او بنګله دېش ته يې د ۲۳۷ منډو هدف ټاکلی و، چې بنګله دېش یې پر پوره کولو بریالی نشو. په دې لوبه کې الله محمد غضنفر د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
په دوهيمه لوبه کې بیا بنګله دېش ۲۵۳ هدف وټاکه، چې افغانستان يې په پوره کولو بريالی نشو.
د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو تر اوسه ټولې ۱۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۱ یې بنګله دېش او اووه افغانستان ګټلې دي.
