تازه خبرونه

افغانستان به د افغانیو نوي بانکنوتونه ژر ترلاسه کړي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، چې امریکا له اسلامي امارت سره د افغانيو د نویو بانکنوتونو د چاپولو هوکړه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ ډېر ژر به په بازار کې د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوتونه د زاړو بانکنوتونو ځای ونیسي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه انلاین غونډه کې د وینا پر مهال د امریکا او اسلامي امارت تر منځ له یوې هوکړې یادونه کړې، چې له مخې به یې د افغانيو نوي بانکنوتونه چاپېږي او دغه بانکنوتونه به د زاړو بانکنوتونو ځای نیسي.

د هېواد په بازارونو کې د زاړو او سولیدلیو بانکنوتونو زیاتولي خلکو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي، چې زړښت یې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم خپله اغېزه کړې ده.

توماس ویست په دې اړه یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې څرګنده کړې؛ دا هوکړه په تېرو ۲۴ ګړیو کې رامنځته او ټاکل شوې، چې د زاړو افغانيو پر ځای نوي بانکنوتونه چاپ شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وایي: … خوښ یم، چې په تېرو څلیرویشت ګړیو کې مونږ افغانستان ته د مالي منابعو په اړه یوې داسې هوکړې ته رسیدلي یوو، چې له مخې به یې د افغانیو نوي بانکنوتونه چاپيږي. مونږ له مالي معاملو ملاتړ کوو.

دغه راز توماس ویست دا هم ويلي، چې په سويس کې به پدې اړه يوه غونډه هم جوړه شي، چې څنګه د دغه هېواد د مالي او اقتصادي ثبات د ټينګښت لپاره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وکارول شي.

توماس ویست وایي: مونږ تمه لرو، چې د افغانستان د کنګل شوې بودجې په اړه لومړۍ غونډه راتلونکې میاشت په سویس کې جوړه شي. د امریکا استازي، د سویس استازي، د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انورحق احدي او داکتر شاه محمد محرابي به په دې غونډه کې برخه ولري. دوی به د افغانستان د پانګې د لیږد، لګښت او څارنې لارې چارې ولټوي، چې څنګه کولی شي دا پيسې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او ثبات لپاره ولګوي.

توماس ویست امریکا غږ تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې امریکا له اسلامي امارت سره د اړیکو لپاره د کوم هېواد منځګړیتوب ته اړتیا نلري، بلکې غواړي له اسلامي امارت سره مخامخ اړیکې ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ که رښتیا ووایم، مونږ فکر نه کوو، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره درېیم هېواد ته اړتیا لرو؛ زه له طالبانو سره منظمې اړیکې لرم. د امریکا په حکومت کې زما نور همکاران هم له طالبانو سره په اړیکو کې دي. زه فکر کوم، چې دا تماس باید مستقیم وي.  زه فکر نه کوم، چې مونږ درېیم هېواد ته اړتیا ولرو.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې امریکا له اسلامي امارت سره د باور جوړولو په حال کې ده؛ خو ټینګار یې وکړ، چې واشنګتن به اجازه ورنکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي ځاله بدل شي.

اسلامي امارت د نویو بانکنوتونو د چاپ په اړه د شوې هوکړې په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې مرکزي بانک ویلي وه، چې د پیسو د چاپ په برخه کې پرمختګ شوی دی.

Trending

Exit mobile version