تازه خبرونه

افغانستان به د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي – ضمیر کابلوف

کابلوف د افغانستان په اړه د دوحې د کاري ډلو په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ له ګډون وروسته تاس خبري سرچینې ته ویلي؛ پوره نېټه یې ټاکل شوې نده.

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي؛ د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه، چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر- اوکټوبر په میاشتو کې به جوړه شي دا هېواد د بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي.

کابلوف د افغانستان په اړه د دوحې د کاري ډلو په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ له ګډون وروسته تاس خبري سرچینې ته ویلي؛ پوره نېټه یې ټاکل شوې نده.

هغه زیاته کړې: “مونږ له سیمه‌ییزو شریکانو او په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف سره یوځای د دې غونډې د ممکنه محتوا او د راتلونکو ګډو اقداماتو د همغږۍ په اړه بحثونه کړې دي.”

د افغانستان په اړه د مشورې لپاره د مسکو فارمټ غونډو شپږم پړاو د ۲۰۲۴ کال د اوکټوبر پر څلورمه په مسکو کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون ترسره شو. د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي هم په دې غونډه کې حاضر و.

Trending

Exit mobile version