تازه خبرونه

افغانستان به نور د قدرتونو د جګړې ډګر نه‌وي – امیر خان متقي

متقي له الجزیرې ټلویزیون سره په یوه مرکه کې، چې پرون (چارشنبه) خپره شوې ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه کې د جګړې پلوي نه‌کوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي ویلي، چې افغانستان به نور د قدرتونو ترمنځ د جګړې ډګر نه وي او له هند او پاکستان څخه یې هم وغوښتل، چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

متقي له الجزیرې ټلویزیون سره په یوه مرکه کې، چې پرون (چارشنبه) خپره شوې ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه کې د جګړې پلوي نه‌کوي.

هغه وایي: “د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده؛ مونږ په پاکستان یا هند کې د تاوتریخوالي ټولې پېښې غندو. مونږ دواړو خواوو ته خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. مونږ د سیمه‌ییزو شخړو ملاتړ نه‌کوو او باور لرو، چې ټولې مسلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.”

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت به د هېوادونو ترمنځ په کړکېچ کې بې طرفه پاتې شي او له هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې مثبتې سیالۍ او قوي اړیکې غواړي.

نوموړي زیاته کړې: “زمونږ سیاست چاته زيان نه رسوي؛ ځکه متوازن او خپلواکه دی.”

امیر خان متقي شاوخوا یوه میاشت مخکې افغانستان ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه ویلي، چې دې سفر له افغانستان سره په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیست.

هغه هیله څرګنده کړه، چې له امریکا سره اړیکې به ورو ورو پراخې شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا هم ویلي، چې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ظالمانه دي او باید په بشپړه توګه لرې شي.

 

Trending

Exit mobile version