سیمه ییز خبرونه

افغانستان به په روان كال كې د زيات تاوتريخوالي شاهد وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه څه هم افغان چارواكو مخكې ويلي، چې ټاكنې به د امن په فضا كې تر سره شي؛ خو د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى جيمز دابنز وايي، كه څه هم په افغانستان كې د را روانو ټاكنو لپاره چمتوالى نيول شوى؛ خو په روان كال كې به په افغانستان كې تاوتريخوالى زيات شي.

هغه ټينگار كوي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاكنو كې به هيڅ جدي ستونزه را منځته نه شي. مونږ په دې اړه، چې د افغانستان د لوژيستيك په برخه كې پرمختگ شوى، خوښ يو؛ خو په هر حال د تاوتريخوالي د ځينو پېښو تمه به ولرو.

مونږ تېر كال په پاكستان كې هم د زيات تاوتريخوالي شاهدان وو؛ خو ټاكنو كې جدي ستونزه را منځته نه شوه.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري او د پاكستان لومړي وزير نواز شريف په خپلو كې د ليدنې پر مهال باثبات افغانستان د نړۍ په گټه وباله او د افغانستان د ملي پخلاينې له بهير يي ملاتړ اعلان كړ.

د پاكستان لومړى وزير په داسې حال كې له يوه باثبات افغانستان څخه د اسلام آباد پر ملاتړ ټينگاركوي، چې په وروستيو كې د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست ويلي، د كابل سرينا پر هوتل د نوي كال په شپه وسلوال بريد د پاكستان استخباراتي ادارې پلان كړى و.

Trending

Exit mobile version