تازه خبرونه
افغانستان به ډېر ژر د لیسو او متوسطو نجونو ته هم د زدکړو اجازه ورکړي
د پاکستان یوه بانفوذه دیني عالم د کابل له سفر وروسته څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت به ډېر ژر له شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې افغان نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړي.
د پاکستان دیني عالم مولانا طیب زیاته کړې: له افغان طالبانو( اسلامي امارت) سره په ناسته کې مونږ ټینګار وکړ؛ تاسې باید د نجونو ښوونځي او کالجونه پرانیزئ، چې دوی زدکړې او تعلیم ترلاسه کړي. ما دوی ته خپله بېلګه وړاندې کړه، چې زه هم ملا یم؛ خو زما خورینه دا مهال د پاکستان په پوځ کې د جنرالۍ دنده ترسره کوي.
هغه د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته ویلي؛ په پاکستان کې یوې ښځې په پښتو ژبه د قرآن کریم ژباړه کړې، چې ښځه یې ده.
دغه راز هغه وایي، چې میرمنې يې پر پښتو ژبه يو کتاب ليکلى، چې له نورو سره په قرآنپوهنه کې مرسته وکړي.
مولانا طيب څرګنده کړې: که هغه ښوونځي ته نه واى تللې او زدکړې يې نه وې؛ نو څنګه به يې قرآن او زمونږ دين ته خدمت کړى واى.
هغه په ډاګه کړې؛ دوی( اسلامي امارت) ته يې سپارښتنه کړې: ټولو نجونو ته اجازه ورکړي، چې خپلو ښوونځيو، مدرسو او کالجونو ته ولاړې شي. د اسلامي امارت حکومت کولی شي جلا انتظامات وکړي، چې دوی په ښه چاپېریال کې زدکړې او تعلیم ترلاسه کړي.
دغه دیني عالم وویل: “هغو( اسلامي امارت) له دې خبرو ستاینه وکړه او مونږ ته یې ډاډ راکړ، چې دوی به ډېر ژر د نجونو متوسطې او لیسې هم پرانیزي، چې دوی د شریعت له مخې زدکړې ترلاسه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو وروسته په مارچ میاشت کې ویلي وه؛ د نجونو د متوسطو او لیسو د پرانستلو په اړه ټینګ ژمن یوو؛ خو تر هغې پورې به تړلې پاتې شي، چې د خلاصولو لپاره یې له اسلامي شریعت سره سمه طرحه جوړ شوې نه وي.
