تازه خبرونه
افغانستان بیا د کانونو د شفافیت نړیوال نوښت غړی شو
د کانونو او پټرولیم وزارت پرون (پنجشنبه د لړم ۸) په ډاګه کړې وه، چې افغانستان یو ځل بیا د کانونو د شفافیت نړیوال نوښت یا (EITI)غړیتوب تر لاسه کړ.
افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.
د خبرپاڼې له مخې؛ د کانونو او پترولیم وزارت د تصدیو په اصلاحاتو کې د پام وړ پرمختګ او د قراردادونو او جوازونو ورکولو په پروسه کې د روڼتیا ډاډ د دې لامل شوی، چې افغانستان د استخراجي صنایعو نړیوال شفافیت نوښت غړیتوب ترلاسه کړي.
دغه راز د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزارت په تصدیو کې د اصلاحاتو او د قراردادونو او جوازونو د ورکړې په پروسه کې پر شفافیت سربېره، د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور په ګډون د څو اړخیز ګروپ (MSG) منظمې غونډې ترسره کړې.
د کانونو او پترولیم وزارت زیاته کړې؛ د استخراجي صنایعو نوښت د شفافیت نړیوال سازمان بورد پرون په دې سازمان کې د افغانستان بیا غړیتوب تصویب کړ، چې له مخې یې د ژینیو ۱۲.۵ ژمنې هم بشپړ شوې دی.
د استخراجي صنایعو نړیوال شفافیت نوښت ویلي، چې د اعتبار له دوه یم پړاو وروسته افغانستان د دې ټولنې د معیارونو په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په دې اعلامیه کې په ډاګه شوې؛ افغانستان وکولی شول د جواز ورکولو او پروژې تړونونو په برخو کې روڼتیا ډاډمنه کړي، چې دا د دې لامل شوی، چې په دې سازمان کې د افغانستان د لنډمهاله غړیتوب د لیري کیدو لامل وګرزي.
د استخراجي صنایعو شفافیت نوښت یو نړیوال سازمان دی، چې د هېواد په کانونو، ګاز او تېلو کې رو نتیا ډاډمنوي.