تازه خبرونه

افغانستان بې مالکه ندی – ملي دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او په افغانستان کې پر هغو د احتمالي برید په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې لمسوونکې او بې بنسټه دي.

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت ویلي: که څه هم داسې شواهد شته، چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په پاکستان کې دي؛ خو د پاکستانيو چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډ او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.

زمونږ غوښتنه دا ده، چې هر ډول اندېښنې او ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.

د ملي دفاع وزارت دا هم څرګنده کړې؛ افغانستان بې خاونده ندی، مونږ د تل په څېر د هېواد له ځمکني بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یوو او د خپل ګران هېواد د دفاع په برخه کې تر بل هر چا ښه تجربه لرو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله څه وخت مخکې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وه، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دا هېواد حق لري او کولی شي د افغانستان په قبایلي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان پر خوندي ځایونو بریدونه وکړي.

نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان خوندي پټنځایونه له منځه یوسي. که نه؛ نو ښايي پاکستان د دغو پټنځایونو په نښه کولو غور وکړي.

پاکستاني چارواکي اندېښمن دي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دوه چنده شوي دي. په داسې حال کې، چې د تېر ۲۰۲۲ ز. کال د اپرېل پر ۱۵ او ۱۶مه نېټه د پاکستان پوځ ویلي وه، چې په خوست او کونړ ولایتونو کې یې د پاکستانيو طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، چې هغه مهال له ۵۰ ډېرو ولسي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې وه.

Trending

Exit mobile version