سوداگري

افغانستان ترکيې او ايران ته دوه زره ټنه مالوچ صادرکړل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۱)

د کندهار ولايت پانګوال او سوداګر وايي، مخکې د دوی تولید شوي مالوچ يوازې پاکستان ته صادرېدل؛ خو دا مهال ورځ تربلې نوي مارکېټونه تر لاسه او د توليداتو کچه لوړیږي، چې خلکو ته به کاري زمينه هم برابره شي .
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولينو ويلي، تر دې مهاله يې دوه زره ټنه مالوچ ايران او ترکيې ته صادره کړي او شونې ده، چې دا کچه په راتلونکي کال کې سل زره ټنو ته ورسيږي، چې له دې سره به د هلمند او کندهار د بزګرانو د محصولاتو لپاره ښه مارکېټ برابر او ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره شي .
د افغانستان مالوچ په بهرنيو مارکېټونو کې د ښه کيفيت له پلوه ځانګړی ځای لري؛ پخوا به د پروسس د امکاناتو د کموالي له کبله يوازې پاکستان ته صادرېدل؛ خو اوس د هلمند او کندهار د مالوچو محصول له پروسس وروسته د لومړي ځل لپاره ترکيې او ايران ته هم صادر شو.

د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال حاجي خيرګل افغان وایي؛ الحمدلله د کندهار د صنایعو خونې پر هڅو زمونږ زراعتي او صنعتي دوه زره ټنه مالوچ ترکيې او ايران هېوادونو ته هم صادر او صنعتکاران مو له نوي روح برخمن شول. دا زیری کروندګرو ته لپاره هم د ډېر کار زمينه برابروي او بزګران به نور هم خپل کښت او کروندې ته پام راواړوي.
د کندهار د مالوچو سوداګر له ترکيې او ايران سره د صادراتو د پيلېدو له کبله خوشبينه دي او وايي، چې له دې سره به د دغه ولايتونو د پنبې د کروندګرو لپاره ښه بازار ترلاسه شي او د دوی د کارګرو په شمېر کې به هم زياتوالی راشي .
د امين احساس د مالوچو د پروسس کمپنۍ مشر حاجي محمد حليم ویلي؛ ډېره فايده کوي. پخوا به مونږ دغه يو مارکېټ درلودې هغه هم د سيزن په وخت کې به داسې وشول، چې پاکستان به خپل مالوچ درلوده، زمونږ مالوچ به هم راورسېده، چې ضرورت به نه و مونږ ته به يي بيا مشکلات جوړ کړل او بهانې به يي لټولې. زمونږ مالوچ به يي بند کړل يو درې څلور مياشتې مونږ به بيا بل مارکېټ نه درلود.
د يادونې ده، چې د کندهار ملي پانګوال اوس هم د برښنا نشتوالی د خپلو فعاليتونود پراخولو په وړاندې يو خنډ يادوي او له اسلامي امارت څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي .

Trending

Exit mobile version