سوداگري
افغانستان ته دې د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې برخه ورکړ شي
په اقتصادي چارو کې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل او له بیجینګ یې وغوښتل، چې افغانستان د «یو کمربند یوې لارې» له نوښته برخمن کړي.
د ملا برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غونډې تمرکز د هغو مهمو اقتصادي پروژو پر پلي کېدو و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې هوکړه شوې ده.
برادر څرګنده کړې: د افغانستان اسلامي امارت د چين او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله اړيکو د ټينګښت هيله لري.
چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او اسلامي امارت د چین له حکومت څخه غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
برادر وایي: افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی.
په ورته وخت کې وانګ وویل، چې د هغه هېواد له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخول غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.
وانګ په ډاګه کړې؛ چین به ډېر ژر پر هغو پروژو، چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او همدارنګه هغه نورې لویې پروژې، چې د نړیوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي؛ غواړي بشپړې کړي.
دغه راز نوموړي له اسلامي امارت څخه د هغو پروژو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، چې د دوی د لومړیتوبونو په نوملړ کې دي، چې دوی وکولی شي په یادو برخو کې د پانګونې پلان جوړ کړي.
د چین سفیر زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ، چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.