تازه خبرونه

افغانستان ته د امریکا بېرته ستنېدا به د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ وي – روسیه

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو پر نیت ټینګار کړی دی.

Published

on

د روسیې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو بیا جوړېدا به د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ وي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو پر نیت ټینګار کړی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې د داسې یوې پوځي اډې جوړول به د سیمې ټولو هېوادونو ته مستقیم ګواښ وي.

نوموړي زیاته کړې، چې له کابل سره د روسیې د امنیتي خبرو اترو یوه موخه افغانستان ته د سیمې له بهرنیو هېوادونو څخه د پوځي تاسیساتو د بېرته ستنېدا مخنیوی هم دی.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي له افغانستان سره همکاري څو اړخیزه او د روسیې د ملي ګټو په چوکاټ کې بللې ده.

د الکساندر ونیدیکتوف د څرګندونو له مخې؛ دغه همکاري د امنیت د ټینګښت او په اورآسیا کې د سوله‌ییز او باثباته چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ارزښت لري.

هغه زیاته کړې، چې روسیه یوازنی هېواد نه‌دی، چې د افغانستان له اوسنیو مشرانو سره اړیکې لري، بلکې د سیمې نږدې ټول هېوادونه له کابل سره مستقیمې اړیکې لري.

ونیدیکتوف ویلي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې هم د دې ټولنې د تماس پخوانۍ ډلې له لارې له افغانستان سره د همکارۍ د بیا پیل موضوع څېړي.

نوموړي ویلي، د مسکو او کابل اړیکې په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو چارو وزارتونو، دولتي ادارو او سوداګریزو کړیو له لارې پراخېږي.

هغه وایي، چې دواړو لوریو له دې مخکې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره ګډه کاري ډله هم جوړه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د حقوقي چوکاټ د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

ونیدیکتوف ټینګار کړی، چې له کابل سره اقتصادي همکاري د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کولو لپاره هم ارزښت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو له شتون سره مخالفت څرګند کړی دی.

 

Trending

Exit mobile version