سوداگري

افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۰۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي

د پاکستان د دولتي بانک د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۵۰۴.۳۰۸ ميلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال کې ۲۶۲.۵۸۳ میلیون ډالر ول.

Published

on

پاکستان د روان مالي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د تېر کال د ورته مودې پر پرتله ۹۲ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.

د پاکستان د دولتي بانک د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۵۰۴.۳۰۸ ميلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال کې ۲۶۲.۵۸۳ میلیون ډالر ول.

د دې بانک د څرګندونو له مخې؛ نورو هېوادونو ته د پاکستان صادرات په لومړیو شپږ میاشتو کې ۷ سلنه زیاتوالی ښیي، چې له ۱۵.۱۴۶ میلیارډ ډالرو څخه ۱۶.۲۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

دغه راز په ورته موده کې پاکستان ته د افغانستان صادرات په ټولیزه توګه ۹.۹ میلیون ډالر ول، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۴.۴۲۵ میلیون ډالر کېدل.

دغه راز د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې له افغانستان څخه کال پر کال واردات له ۱.۲۳۸ میلیون ډالرو څخه ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱.۴۶۶ میلیون ډالر واردات ول.

له افغانستان څخه میاشت پر میاشت واردات هم د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې ۸.۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د ۱.۳۵۴ میلیون ډالر واردات ول.

Trending

Exit mobile version