تازه خبرونه

افغانستان خپل ګمرکونه ډیجیټلي کوي

Published

on

افغانستان د خپلو ګمرکي بندرونو د بېخبناوو د ډیجیټلي کولو لپاره له متحده عربي اماراتو مرسته غوښتې، چې ورسره نه یوازې د سیمه ییزې سوداګرۍ آسانتیاوې برابرې شي، بلکې د سویلي او مرکزي آسیا او خلیج تر منځ د پله حیثیت هم ومومي.

د اماراتو خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ په متحده اماراتو کې افغان سفیر جاوید احمد په یوه مرکه کې ویلي، چې له متحده عربي اماراتو سره د ډیجیټل کولو په اړه پر یوه پلان کار روان دی، چې په کې به د سوداګرۍ او تدارکاتي بېخبناوو ډیجیټل کول شامل وي.

هغه ویلي، چې افغانستان د متحده اماراتو له یوه شرکت سره خبرې کړي، چې د دغه هېواد ځمکني او ګمرکي بندرونه وګوري او د ګمرکي عوایدو راټولولو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا زمونږ لپاره خورا اړینه ده؛ ځکه، چې زموږ د دولت ۴۶ سلنه عاید له ګمرکاتو څخه تر لاسه کیږي، خو د لیکلو اوسنی سیستم ضایعاتو او ناسم پوهاوي لپاره ځینې نیمګړتیاوې لري.

هغه زیاته کړې: مونږ باور لرو که مونږ وغواړو، چې افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا تر منځ د ځمکني پل په توګه وپېژندل شي؛ سیمه ییزې اړیکې به په ځانګړي توګه د اقتصادي ودې لپاره پراخې شي.

هغه دا هم ویلي، چې افغانستان غواړي د جنوبي او مرکزي آسیا او ان د عربي خلیج په تېره بیا د متحده عربي اماراتو سره خپلې اړیکې د پاکستان د کراچۍ قاسم بندر او په سویل ختیځ ایران کې د چابهار بندر له لارې پراخه کړي.

احمد دا هم ویلي؛ مونږ اړتیا لرو، چې تدارکات مو بیا ورغول شي او مونږ له متحده عربي اماراتو شرکت سره کار کوو او وګورو، چې آیا دوی کولی شي په بشپړ ډول اصلاحات او تنظیم وارزوي، چې په دې کې به د ټکنالوژۍ لیږد هم وي.

هغه ویلي؛ افغانستان پوهیږي، چې راتلونکی یې ډیجیټلي دی. حکومت له متحده عربي اماراتو سره په ګډه کار کوي، چې د اړیکو شبکه په ځانګړي توګه مهمو دولتي ادارو ته رامنځته کړي. په دې کې د اړینې ټکنالوژۍ ملاتړ م شته. د بېلګې په توګه په سیسټمونو کې د معلوماتو ادغام. مونږ پدې اړه د متحده عربي اماراتو سره ګډ کار کوو او دا د پام وړ پروژه ده.

احمد دا هم څرګنده کړې، چې د متحده اماراتو او افغانستان د سوداګرۍ د عالي شورا د جوړولو لپاره هم هڅې روانې دي.

هغه ویلي، چې په نورو لومړیتوبونو کې دوه اړخیزه اقتصادي اجنډا، کرهنه او د هوایي چلند سکتورونه شامل دي.

هوایي سکتور مهم دی په ځانګړي توګه ځکه چې د متحده عربي اماراتو د درې شرکتونو کنسورشیم اوس هم  زمونږ څلور نړیوال هوایي ډګرونه اداره کوي. اوس مونږ په دې لټه کې یو، چې څنګه په هوایي  سکتور کې د متحده عربي اماراتو ښکېلتیا د دې لپاره ژوره شي، چې د مسافرینو او کارګو ترمینلونه او همدارنګه د لوژستیکي او خوراکي توکو د پروسس زون رامنځته کول دي.

Trending

Exit mobile version